
خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزیر، ویلي چې هغه افغان کډوال چې لا هم د پاکستان په خاوره کې پاتې دي، باید خپل هېواد ته ستانه سي.
اسحاق دار، د طالبانو د سرحدي بریدونو په غبرګون کې دا کړنې «تحریکوونکې او بېدلیله» وبللې او څرګنده یې کړه چې اسلامآباد د متقابلو بریدونو له لارې د «ترهګرو» مرکزونه د افغانستان په خاوره کې په نښه کړي.
ځايي سرچینې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو د بیا پيلېدو خبر ورکوي.
د طالبانو ویاند ویلي چې ددې ډلې جنګیالیو د پاکستان ۲۵ سرحدي پوستې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او د هغوی وسایل یې تر لاسه کړي، خو د قطر او سعودي عربستان د غوښتنې په خاطر جګړه ودروله.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې د دې ډلې ځواکونو د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو «انتقامي» عملیات ترسره کړي دي. طالبانو ویلي، دغه عملیات بریالي وو.
د طالبانو ځواکونو د شنبې په شپه (د میزان ۱۹مه) په هلمند، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو کې د پاکستان له سرحدي ځواکونو سره نښتې کړي دي. دغه بریدونه د طالبانو د دفاع وزیر، په امر ترسره سوي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری پاکستان ته: تېری به بېځوابه پاتې نه سي
د افغانستان او پاکستان د ملي فوټبال ټیمونو تر منځ لوبه، چې ټاکل سوې وه د اکتوبر په ۹مه نېټه (د میزان ۱۷مه) په اسلامآباد کې د آسیا ملتونو جام د مقدماتي پړاو په لړ کې ترسره سي، د پاکستان د فوټبال فدراسیون لهخوا د افغان لوبغاړو د ویزو په صادرېدو کې د ځنډ له امله لغوه سوې ده.
محمد صادق، د پاکستان ځانګړي استازي، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې د کابل او اسلامآباد تر منځ د اقتصادي، ترانزیټي او امنیتي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
محمد صادق، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، د مسکو فارمټ په غونډه کې د ټولو هغو ترهګرو ډلو د نابودۍ غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې فعاله دي.
تازه خبرونه



ملاله یوسفزي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
13:16 - 1 عقرب 1404

کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
12:44 - 1 عقرب 1404

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د عقرب 1)
12:32 - 1 عقرب 1404

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنج شنبه، د عقرب 1
12:26 - 1 عقرب 1404

مجاهد: امریکا د اوربند د ټینګښت لپاره له کابل سره اړیکه نیولې
18:22 - 30 میزان 1404

د ژغورنې نړېواله کمېټه: افغانستان ښايي ۱۰ سلنه ناخالص ملي عاید له لاسه ورکړي
17:57 - 30 میزان 1404

د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
17:23 - 30 میزان 1404

د افغانستان د وګړو لپاره په ایران کې د کاري ویزو د صادرولو پیل
17:05 - 30 میزان 1404

یعقوب مجاهد: زموږ اړیکې له پاکستان سره باید د متقابل درناوي پر بنسټ وي
13:53 - 30 میزان 1404
