
د افغانستان د سپورت وروستي خبرونه، افغان فوټبال، افغان کرکټ، د افغانستان د ملي ټیم د لوبو په اړه راپورونه، او د معمار پرس څخه د افغان لوبغاړو سره ځانګړې مرکې وګورئ.
روحالله نظری، د افغانستان کورشکار، د ۲۰۲۵ کال د ځوانانو آسیايي لوبو کې چې په بحرین کې ترسره سوې، د برونزو مډال ترلاسه کړ.
د افغانستان د فوټسال د ۱۷ کلونو څخه کم عمره ملي لوبډله د ځوانانو په دریم پړاو آسیایی لوبو کې د ګډون لپاره بحرین ته ولاړه. دا لوبډله په «A» ګروپ کې له بحرین، ازبکستان او چین سره یو ځای سیالۍ کوي.
د افغانستان د تکواندو فدراسیون اعلان کړی چې د هېواد ملي ټیم د نړیوالو سیالیو لپاره چین ته او د آسیایي لوبو لپاره بحرین ته استول سوی دی
علي بلال، د افغانستان ویاړلی ورزشکار، د برېتانیا له رایان ټري سره په نږدې او سختو سیالیو کې، د مستر المپیا ۲۰۲۵ د نارینهوو د فزیک په برخه کې دوهم مقام خپل کړ.
بسمالله مرداني، د افغانستان یو زړور او استعدادمن ورزشکار، وتوانېد چې د فنلنډ د بدنسازۍ په نړیوالو سیالیو کې دوه طلایي مډالونه ترلاسه کړي او یو ځل بیا یې د افغانستان نوم په نړیوالو ورزشي ډګرونو کې ځلانده کړي.
د افغانستان او پاکستان د ملي فوټبال ټیمونو تر منځ لوبه، چې ټاکل سوې وه د اکتوبر په ۹مه نېټه (د میزان ۱۷مه) په اسلامآباد کې د آسیا ملتونو جام د مقدماتي پړاو په لړ کې ترسره سي، د پاکستان د فوټبال فدراسیون لهخوا د افغان لوبغاړو د ویزو په صادرېدو کې د ځنډ له امله لغوه سوې ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د پاکستان لهخوا د ملي لوبډلې د لوبغاړو د ویزو په صادرولو کې د ځنډ، موضوع یې د فوټبال کنفدراسیون (AFC) له لارې تعقیب کړې ده.
اکبر کاظمي، د افغانستان مشهور فوتسال ستوری، د ایران د سنایچ ساوه لوبډلې سره په غوره لیګ کې قرارداد وکړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د فوټبال ملی لوبډلې لپاره د پاکستان پر وړاندې د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام په دریم پړاو مقدماتي سیالیو کې د ګډون کوونکو لوبغاړو فهرست خپور سو.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د هېواد د ویلچېر ملي کرکټ ټیم د څلورو دوستانه شل اوریزه سیالیو لپاره پاکستان ته سفر کړی دی.
تازه خبرونه



ملاله یوسفزي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
13:16 - 1 عقرب 1404

کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
12:44 - 1 عقرب 1404

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د عقرب 1)
12:32 - 1 عقرب 1404

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنج شنبه، د عقرب 1
12:26 - 1 عقرب 1404

مجاهد: امریکا د اوربند د ټینګښت لپاره له کابل سره اړیکه نیولې
18:22 - 30 میزان 1404

د ژغورنې نړېواله کمېټه: افغانستان ښايي ۱۰ سلنه ناخالص ملي عاید له لاسه ورکړي
17:57 - 30 میزان 1404

د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
17:23 - 30 میزان 1404

د افغانستان د وګړو لپاره په ایران کې د کاري ویزو د صادرولو پیل
17:05 - 30 میزان 1404

یعقوب مجاهد: زموږ اړیکې له پاکستان سره باید د متقابل درناوي پر بنسټ وي
13:53 - 30 میزان 1404
