د معمار پرس د “افغانستان ټولنیز خبرونه” برخه کې، د افغانستان او نړۍ د خلکو د ورځني ژوند پورې اړوند خورا مهمې پیښې او پرمختګونه پوښي. په دې برخه کې کلتوري مسایل، ټولنیزې ننګونې، د ژوند طرز بدلونونه، د ښځو او ماشومانو حقونه، تعلیم، عامه روغتیا، کډوالۍ، او نور موضوعات چې په افغان ټولنه اغیزه کوي تعقیب کړئ.

ملګرو ملتونو د زلزله ځپلو لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه
د اوچا دفتر اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې زرګونه خلک، چې د وروستیو زلزلو له امله زیانمن سوي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې پکښې د سرپناه، خوړو، درملو، اوبو او روغتیايي خدمتونه شامل دي.
د افغانستان او بنګله‌دېش ټینګار پر اقتصادي او دیني همکاریو
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت خبر ورکړی چې عبداللطیف منصور، د دې وزارت وزیر، له یو شمېر بنګله‌دېشي عالمانو او پانګه‌والو سره لیدنه او خبرې کړې دي.
د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان د بشري ناورین د ژورېدو په اړه خبرداری ورکړی
د خوړو نړېوال پروګرام د افغانستان د بشري ناورین د زیاتېدو په اړه ویلي دي چې شدیده لوږه او خوارځواکی، پرله‌پسې وچکالي او د کډوالو بېرته ستنېدل د میلیونونو افغان وګړو ژوند له سخت ګواښ سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو خبرداری: د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې شاوخوا ۶۰ سلنه ورک سوي کسان ښځې دي.
د افغانستان د ښځو چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې خبرداری ورکړی چې ښځې او انجونې د افغانستان ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو له نیمایي څخه زیات او د ورک سویو کسانو ۶۰ سلنه جوړوي.
د طالبانو د امر بالمعروف د قانون د تطبیق لپاره د همکارۍ هیأتونو جوړېدل
د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې د مشر په حکم، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د تطبیق لپاره د همکارۍ هیأتونه په مرکز کابل او ټولو ولایتونو کې جوړ سوي دي، څو یاد قانون په دولتي ادارو او ټولنیزو بنسټونو کې پلی کړي.
خالد حنفي: د طالبانو مخالفین د خدای دښمنان دي
خالد حنفي، څرګنده کړه چې ددې ډلې مخالفین د خدای دښمنان دي او طالبانو ته لازمه نه ده چې د دغو مخالفینو له لوري د لګول سویو بندیزونو څخه ووېرېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام: خوارځواکی د پنځه میلیونو افغان میندو او ماشومانو ژوند ګواښي
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د لوږې د ناورین له زیاتېدو سره، نږدې پنځه میلیونه میندې او ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخ دي.
یوناما: ملګري ملتونه د انجونو د زده‌کړې له حق ملاتړ کوي
یوناما ټینګار کړی چې زده‌کړه د بشر بنسټیز حق دی او د یونیسف او یونسکو سره یوځای به د افغان انجونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د انټرنېټ پرې کیدل؛ پکتیکا یولسم ولایت پرته له انټرنېټه
د پکتیکا ولایت ځايي سرچینې وایي چې د دې ولایت فایبر نوري انټرنېټ پری سوی او خلک په خپلو ورځنیو چارو او ژوند کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
طالبان او ډیجیټلي سانسور؛ په دولتي ادارو کې د هوښیار(سمارټ) موبایلونو د کارولو بندیز
د طالبانو د ډلې مشر په یوه نوي فرمان کې د دولتي کارکوونکو له لوري د هوښیار (سمارټ) موبایلونو کارول د دندې پر مهال منع کړي دي.
په افغانستان کې د انټرنټ پرې کېدل؛ زرګونه زده‌کوونکي او محصلین له انلاین زده‌کړو او ټولګیو بې‌برخې سول
د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بې‌سیم انټرنټ پرې کېدل، زرګونه افغان زده‌کوونکي او محصلین، په ځانګړي ډول انجونې، له انلاین ټولګیو بې‌برخې کړي.
په افغانستان کې د انټرنټ پرې کېدل؛ په کندز، تخار، بدخشان او بغلان کې هم انټرنټ بند سو
طالبانو د پراخو محدودیتونو په دوام، د کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو کې د فایبر نوري او بې‌سیم (وایرلس) انټرنټ خدمات بند کړي دي؛ هغه اقدام چې ښاري اړیکې او انلاین خدمتونه یې ګډوډ کړي دي
تازه خبرونه