د معمار پرس د “افغانستان ټولنیز خبرونه” برخه کې، د افغانستان او نړۍ د خلکو د ورځني ژوند پورې اړوند خورا مهمې پیښې او پرمختګونه پوښي. په دې برخه کې کلتوري مسایل، ټولنیزې ننګونې، د ژوند طرز بدلونونه، د ښځو او ماشومانو حقونه، تعلیم، عامه روغتیا، کډوالۍ، او نور موضوعات چې په افغان ټولنه اغیزه کوي تعقیب کړئ.

اندونیزیا د زلزله‌ ځپلو د مرستې لپاره ډاکټران کنړ ته ولېږل
د اندونیزیا د روغتیايي مرستو کمېټې اعلان کړی چې د کنړ ولایت د وروستي زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره یې دوه ښځینه ډاکټرانې او یوه نرسه افغانستان ته استولی دی.
د احصائیې ادارې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۷۰ زره د زیږون کارتونو د وېش خبر ورکړ
د احصائیې او معلوماتو ملی ادارې د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې له ۷۰ زرو څخه د زیاتو زیږون کارتونو د وېش خبر ورکړ
د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکی: طالبان د جهادي زده کړو په واسطه د افغانستان د ځوانانو راتلونکی له منځه وړي
ریچارد بنیټ، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلی، ښځې له زده کړو محرومول او د طالبانو تمرکز پر جهادي زده کړو د افغانستان د ځوان نسل راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.
طالبانو په هلمند کې د ژوندي موجوداتو د انځور او ویډیو خپرول منع کړل
ځايي سرچینې په هلمند کې وایي چې طالبانو په رسمي ډول د ژوندي موجوداتو د انځورونو او ویډیوګانو خپرول منع کړي دي.
د بشر د حقونو د څار بنسټ: طالبان باید د ښځو د ځپلو له امله په نړیواله محکمه کې ځواب ووایي
د بشر د حقونو د څار بنسټ له هغو هېوادونو چې د «حقوقي ابتکار» غړي دي، وغوښتل خپلې ژمنې عملي کړي او طالبان د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون پر بنسټ، په نړیواله محکمه کې ځواب ویونکي کړي.
د اروپایې اتحادیې د مرستې څلورمه جوپه افغانستان ته ورسیده
د اروپایې اتحادیې د بشردوستانه مرستو څلورمه الوتکه افغانستان ته د ۲۵۰ ټنو ضروري توکو د انتقال سره رسېدلې، چې دا مرسته د وروستیو زلزلو زیان‌منو ته ځانګړې سوې ده.
د ‌۴٫۹ ریښتر په کچې زلزلې ختیځ ولایتونه ولړزول
د ۴،۹ ریښتر په کچې زلزلې د افغانستان ختیځې سیمی ولړزولې چې د تلفاتو په اړه یې تراوسه معلومات نسته
د ملګرو ملتونو خبرداری: د افغانستان ښځې او انجونې د اوسني بحران اصلي قربانیانې دي
سیما باهوس، ویلی چې د افغانستان ښځې او انجونې د روان بحران تر ټولو ستر بار پر اوږو وړي او د تاوتریخوالي او لوږې له ګواښ سره مخ دي.
یونیسف: د انجونو د مکتبونو بیا پرانیستل د افغانستان د راتلونکي کِلی ده
یونیسف یو ځل بیا په افغانستان کې د انجونو د مکتبونو د پرانیستو پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د انجونو د مکتبونو بیا پرانیستل د افغانستان د راتلونکي کِلی ده.
د بهر مېشتو افغان کډوالو لپاره د تذکرې د ترلاسه کولو لګښت راکم سو
د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی چې د بهر مېشتو افغانانو لپاره د تابعيت د تذکرې د صادرولو لګښت راټيټ سوی او کډوال کولای سي د خپل استوګنځي پر بنسټ په نوو نرخونو دغه هويتي سند تر لاسه کړي.
د تورخم سرحدي دروازه بې له رسمي وضاحته وتړل سوه
د طالبانو چارواکو اعلان کړی چې د تورخم دروازه د پاکستان له لوري تړل سوې او د دې اقدام دلیل تر اوسه څرګند نه دی. طالبانو له ښاریانو غوښتي چې له دې لارې د سفر کولو څخه ډډه وکړي.
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
تازه خبرونه