د معمار پرس د “افغانستان ټولنیز خبرونه” برخه کې، د افغانستان او نړۍ د خلکو د ورځني ژوند پورې اړوند خورا مهمې پیښې او پرمختګونه پوښي. په دې برخه کې کلتوري مسایل، ټولنیزې ننګونې، د ژوند طرز بدلونونه، د ښځو او ماشومانو حقونه، تعلیم، عامه روغتیا، کډوالۍ، او نور موضوعات چې په افغان ټولنه اغیزه کوي تعقیب کړئ.

په ننګرهار او کنړ کې د ۴.۴ ریشتر په کچه زلزلې رامنځته کېدل
د راپورونو له مخې، د میزان ۱۶مه د چهارشنبې په سهار شاوخوا د ۷:۴۹ بجو په وخت، د ننګرهار او کنړ ولایتونو یو شمېر برخې د ۴.۴ ریشتر په کچه زلزلې ولړزولې.
د هېواد په ځینو سیمو کې فېسبوک ته لاسرسی محدود سوی
د افغانستان یو شمیر اوسېدونکي وايي چې فېسبوک او انسټاګرام ته لاسرسی، په ځانګړي ډول په کابل او مزارشریف کې، محدود سوی دی.
د ناروی د کډوالو شورا له ۵۰ زرو څخه زیاتو زلزله‌ځپلو سره مرسته کړې
د ناروی د کډوالو شورا اعلان کړی چې د افغانستان ختیځو سیمو د ۵۰ زرو څخه زیاتو زلزه ځپلو ته یې بیړنۍ مرستې، لکه خېمې، بخارۍ او روغتیایي توکي برابر کړي دي.
د ملګرو ملتونو خبرداری: په افغانستان کې د ښځو لیرې کول په چټکۍ روان دي
د ملګرو ملتونو سرمنشي د “ښځې، سوله او امنیت” د امنیت شورا په غونډه کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ښځو او انجونو منظم لیرې کول د عامه ژوند له ټولو برخو څخه په چټکۍ سره روان دي، او دا بهیر د زده‌کړې، کار، روغتیایي پاملرنې او عدالت په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مل دی.
اوچا: د افغانستان د زلزلې زیانمن سوي کسان بیړنیو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري
اوچا د تودوخې له ټیټېدو سره هم‌مهاله اعلان کړی چې د افغانستان د ختیځې برخې د مرګوني زلزلې زیانمن سوي کسان، په ځانګړي ډول د کنړ ولایت اوسېدونکي، بیړنیو ژمنیو مرستو ته سخته اړتیا لري.
د استوګنې نړیوالې ورځې په مناسبت؛ اروپایي اتحادیه: د افغانستان د خلکو لپاره خوندي او دوامدار استوګنځایونه اړین دي
اروپایي اتحادیې د استوګنې نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې یو ځل بیا د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د بې‌ځایه سوو او بېرته راګرځېدونکو لپاره د خوندي استوګنځایونو د برابرولو ژمنتیا څرګنده کړه.
په اروپا کې مېشت افغانانو د ملګرو ملتونو په ملاتړ د ملي جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه
په یوه غونډه کې چې د «ملي مرکه» تر نوم لاندې په هامبورګ کې ترسره سوه، شاوخوا ۱۰۰ تنه د افغانستان فرهنګي، علمي، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو — په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو — ګډون کړی وو.
د ښاري ژوند کړکېچ؛ ملګري ملتونه: نړۍ دې د افغانستان پر ښاري زیربناوو پانګونه وکړي
د ملګرو ملتونو د بشر د استوګنې پروګرام د استوګنې نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي چې د افغانستان ښارونو ته د بېرته ستنېدونکو افغانانو شمېر په بې‌سارې توګه زیات سوی، او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د حیاتي زیربناوو او بنسټیزو خدماتو په برخه کې پانګونه وکړي.
د افغانستان په پوهنتونونو کې د ځیرک موبایلونو کارول منع سول
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د نوې پرېکړې په اساس، د پوهنتونونو استادانو او له څلورم بست ټیټو کارکوونکو لپاره د ځیرک موبایلونو کارول منع اعلان کړل.
د زلزلې او وچکالۍ تر سیوري لاندې په افغانستان کې بشري بحران زیاتوالی
وروستیو زلزلې او پرله‌پسې وچکالۍ د افغانستان بشري بحران لا زیات کړی، چې سلګونه زره خلک بې‌کوره کړي او د ژمي د نږدې کېدو سره سم د سرپناه، خوراکي توکو او پاکو اوبو عاجل اړتیا زیاته سوې ده.
طالبانو د رنجر موټرو کارول بند کړه
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې د امنیتي ځواکونو له‌خوا د «رنجر» ډوله موټرو کارول بندېږي.
تازه خبرونه