په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.

بګرام ته د امریکا بیا راتګ؛ د ناامنۍ او ویجاړۍ بېرته راتګ
د ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې د بګرام د بېرته نیولو لپاره د طالبانو سره خبرې اترې کوي، د امریکا د سیاستونو ریاکاري په افغانستان کې بربنډوي. بېا راتګ بګرام ته د امنیت لپاره نه، بلکې د ترهګرۍ سره د معاملې لپاره دی.
د طالبانو خبرداری پاکستان ته: تور لګونه او زور حل لاره نه ده
د طالبانو ویاند د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې، ټینګار وکړ چې تور لګونه او زور ته لاس اچول د هېڅ لوري په ګټه نه دي او ستونزې باید د خبرو له لارې حل سي.
زلمی خلیلزاد: د بندیانو د خوشې کېدو موضوع د امریکا او طالبانو د اړیکو د شرط په توګه مطرح ده
زلمی خلیلزاد، د بندیانو او یرغملانو خوشې کول د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو تر ټولو مهم خنډ بللی او ټینګار یې کړی چې دا موضوع باید ژر تر ژره حل سي.
ټرمپ د بګرام د بېرته نیولو غوښتنه وکړه؛ چین: د افغانستان راتلونکی باید د دې هېواد د خلکو له‌خوا وټاکل سي
لین جیان، د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې دي د بګرام د بېرته نیولو هڅه کوي، اعلان وکړ چې پکن له هر هغه اقدام څخه ملاتړ نه کوي چې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو لامل سي.
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
ټرمپ: له طالبانو سره د بګرام د بېرته نیولو لپاره په خبرو بوخت یو
ډونالډ ټرمپ، یو ځل بیا د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو پر موضوع ټینګار وکړ او ویې ویل چې حکومت یې دا مهال له طالبانو سره په دې اړه خبرې کوي.
یوناما: ملګري ملتونه د انجونو د زده‌کړې له حق ملاتړ کوي
یوناما ټینګار کړی چې زده‌کړه د بشر بنسټیز حق دی او د یونیسف او یونسکو سره یوځای به د افغان انجونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د بګرام هوايي اډې پر سر لانجه
ډونالډ ټرمپ ویلی: هڅه کوو چې بګرام هوايي اډه بېرته تر لاسه کړو، هغه اډه چې په ۲۰۲۱ کال کې پریښودل سوې وه
د بشري حقونو څار بنسټ: د نړیوالو مالي مرستو کمښت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څېړنې فلج کړې دي
د بشري حقونو څار بنسټ خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مالي مرستو کمېدل او پرې کېدل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څېړنې او بشردوستانه فعالیتونه سخت کمزوري کړي دي
ګوترش: په افغانستان کې د ښځو د کار منع د مرستو رسولو په عملیاتو کې «بې‌عقلانه» ده
آنتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د طالبانو له‌خوا د ښځو د ګډون مخنیوي ته په غبرګون کې دغه اقدام «بې‌عقلانه او نه زغمونکی» وباله.
د طالبانو ډیجیټلي زندان د افغانستان د خلکو لپاره
د وای فای انټرنټ پرې کول نه یوازې د اتباعو لومړني حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې دغه تګلاره افغانستان د معلوماتي او اقتصادي انزوا پر لور بیايي
قطر ته د طالبانو د دفاع وزیر سفر
یعقوب مجاهد، د خپل رسمي سفر پر مهال قطر ته، له محمد بن عبدالعزیز الخلیفي، د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو یې ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه