په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.

بګرام ته د امریکا ستنېدل؛ سپنتا: د طالبانو او امریکا هوکړه د افغانانو کړاو پای ته نه رسوي
سپنتا، د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې طالبان د امریکا لپاره «غوره خادمان» دي او د هغوی د واشنګټن سره همغږی یا اختلاف به د افغانستان د خلکو په نه ختمېدونکي رنځ کې هېڅ بدلون رانه ولي.
طالبان: د بګرام د بېرته نیولو خبرې د افغانانو د احساساتو سپکاوی دی
د طالبانو رسمي وېبپاڼې د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې د بګرام اډې د بېرته نیولو په اړه خبرې د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری او د افغان ولس د احساساتو سپکاوی دی.
طالبانو له انګلیسي درسي کتابونو د ښځو انځورونه لیرې کړي
سرچینې په کابل پوهنتون کې وايي، طالبانو استادانو ته امر کړی چې د انګلیسي ژبې له درسي کتابونو دې ټول د ښځو انځورونه لیرې کړي.
د سولې نړېواله ورځ؛ اروپایي اتحادیه: د افغانستان د خلکو ترڅنګ د پایداره سولې لپاره ولاړ یو
اروپایي اتحادیې د سولې نړېوالې ورځې په مناسبت د افغانانو په ځانګړې ډول د ښځو او ځوانانو څخه د ملاتړ پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د سولې ډک راتلونکي د جوړولو لپاره به هڅې کوي.
بګرام ته راتګ؛ د طالبانو د پوځ لوی درستیز: د افغانستان خاوره د معاملې وړ نه ده
فصیح‌الدین فطرت، د طالبانو د پوځ لوی درستیز، د یو شمېر طالب پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې اعلان وکړ چې د بګرام هوايي اډې په اړه له امریکا سره هېڅ ډول معامله د دوی لپاره د منلو وړ نه ده.
امریکا بېرته بګرام ته راګرځي؛ ټرمپ: بګرام ژر غواړم
ډونالډ ټرمپ، په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې طالبان باید د بګرام هوايي اډه ژر تر ژره امریکا ته وسپاري.
ملګري ملتونو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالی کمیسارۍ د طالبانو له لوري د ښځینه کارکوونکو دفترونو ته پر تګ راتګ بندیز تبعیضي بللی او د محدودیتونو د ختمېدو غوښتنه یې کړې ده.
ملي اسلامي غورځنګ: د مارشال دوستم له همکارۍ پرته د بګرام بېرته نیول ناشونی دی
د ټرمپ د څرګندونو وروسته چې د بګرام د بېرته نیولو په اړه یې کړې وې، ته‌ینج، د ملي اسلامي غورځنګ لوړپوړی غړی، ویلي چې د دې اډې تر لاسه کول یوازې د مارشال دوستم او د هغه د ملګرو په همکارۍ ممکن دي.
خالد حنفي: د طالبانو مخالفین د خدای دښمنان دي
خالد حنفي، څرګنده کړه چې ددې ډلې مخالفین د خدای دښمنان دي او طالبانو ته لازمه نه ده چې د دغو مخالفینو له لوري د لګول سویو بندیزونو څخه ووېرېږي.
بګرام ته د امریکا بېا راتګ؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان به هېڅ تېری ونه زغمي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې، ټینګار وکړ چې افغانستان به هېڅ ډول تېری ونه مني او بهرني ځواکونه به بیا د دې هېواد خاوره اشغال نه کړي.
بګرام ته د امریکا بیا راتګ؛ طالبان: د افغانستان خاوره به بیا هېڅکله د بهرنیو ځواکونو کوربه نه وي
طالبانو د ډونالد ټرمپ، وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ټینګار وکړ چې هېڅکله به اجازه ور نه کړي چې بګرام هوايي اډه د بهرنیو ځواکونو په واک کې ورکړل سي.
د امریکا ستنېدل بګرام ته؛ پاکستان: دا موضوع د کابل او واشنګټن ترمنځ ده
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د بګرام هوايي اډې موضوع د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو پورې اړه لري او اسلام‌اباد په دې اړه کوم نظر نه لري.
تازه خبرونه