په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.

طالبان: د اکتوبر اوومه د افغانستان د تاریخ توره ورځ ده
حمدالله فطرت، د طالبانو مرستیال ویاند، د امریکا د یرغل په ۲۴مې کلیزې (د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۷مه) کې دا ورځ د افغانستان د تاریخ «توره ورځ» وبلله او د افغان ولس شل کلن جهاد او مقاومت یې د اشغال پر وړاندې وستایه.
پاکستان او طالبانو د اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
محمد صادق، د پاکستان ځانګړي استازي، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د اقتصادي، ترانزیټي او امنیتي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
پاکستان: ترهګرې ډلې باید د افغانستان له خاورې رېښه‌ييزې له منځه يوړل سي
محمد صادق، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، د مسکو فارمټ په غونډه کې د ټولو هغو ترهګرو ډلو د نابودۍ غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې فعاله دي.
د ملګرو ملتونو خبرداری: په افغانستان کې د ښځو لیرې کول په چټکۍ روان دي
د ملګرو ملتونو سرمنشي د “ښځې، سوله او امنیت” د امنیت شورا په غونډه کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ښځو او انجونو منظم لیرې کول د عامه ژوند له ټولو برخو څخه په چټکۍ سره روان دي، او دا بهیر د زده‌کړې، کار، روغتیایي پاملرنې او عدالت په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مل دی.
ټرمپ: موږ کولای سوای د افغانستان په جګړه کې بریالي سو / بگرام د افغانستان او سیمې د راتلونکي د ثبات کلي ده
دونالډ ټرمپ، د امریکا د سمندري ځواکونو د بنسټ‌ایښودنې د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت په خپله وینا کې څرګنده کړه چې متحده ایالاتو د افغانستان د جګړې د ګټلو توان درلود، خو سیاسي پرېکړو ستراتیژیک فرصتونه له منځه یووړل.
جرمني او طالبانو د ملکی الوتنو پر مټ د افغان کډوالو د بېرته لېږدولو په اړه خبرې وکړې
د آلمان د کورنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي له محمد نبي عمري سره لیدنه وکړه. د دې ناستې اصلي موضوع د هغو افغان وګړو د بېرته لېږد څرنګوالی وو، چې په آلمان کې یې جرمونه کړي او محکمې پرې پرېکړې کړې دي.
د طالبانو مشر د بګرام په اړه د سلا مشورې لپاره ولایتي چارواکي کندهار ته وربللي دي
سرچینې له کندهاره راپور ورکوي چې هبت‌الله اخندزاده، د والیانو او ولسوالانو په ګډون د بګرام هوایي اډې او د طالبانو د کورنیو مسایلو د ارزونې لپاره درې ورځنۍ ناسته جوړه کړې ده.
په جرمنی کې د سولې او ولسواکۍ په محور د بین‌الافغاني خبرو ناسته جوړه سوه
«د افغانستان ستر ملي چتر» په نوم ائتلاف د «سولې او ولسواکۍ لپاره بین‌الافغاني خبرې» تر سرلیک لاندې د جرمني په دتمولد ښار کې ناسته ترسره کړه.
طالبان: د بګرام د سپارلو شایعات د پخواني دولت ناروغ تبلیغات دي
محمد نعیم وردک، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د بګرام هوایي اډې امریکا ته د سپارلو شایعات رد کړل او دا یې «د پخواني ناکام دولت د څېرو ناروغ تبلیغات» وبلل.
بلجیم د طالبانو سره خبرو ته داخل سو
د بلجیم د مهاجرت او کډوالۍ وزیر اعلان کړی چې دغه هېواد غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي ترڅو هغه افغان کډوال چې په غیرقانوني ډول په بلجیم کې مېشت دي یا جرم کړی، بېرته ستانه سي.
سرچینې خبر ورکوي چې د طالبانو ډیپلوماتانو په بن کې د افغانستان قنسولګري بیا پرانېستې ده
آلمان په دې وروستیو کې د طالبانو استازي تاییدکړي او د بن قونسلګرۍ پخوانيو کارکوونکو استعفا ورکړې، د طالبانو لخوا ټاکل سوي ډیپلوماتانو د آلمان په بن ښار کې د افغانستان قونسلګري بیا پرانېستې ده.
ګنداپور: د افغانستان بې‌ثباتي د پاکستان امنیت په مستقیم ډول ګواښي
ګنداپور، د خیبرپښتونخوا د ایالت وزیر اعلی، ددې ایالت پر امنیت د افغانستان د بې‌ثباتۍ پر مستقیم اغېز ټینګار وکړ او وویل چې یوازینۍ پایداره حل لاره له طالبانو سره خبرې او رغنده تعامل دی.
تازه خبرونه