
په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.
د طالبانو او پاکستانی ځواکونو تر منځ د پولو د نښتو له امله د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولدک چمن لارې بشپړې تړل سوې دي، او د مسافرو، کډوالو او سوداګریزو کاروانونو تګ راتګ درېدلی دی.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې د دې ډلې ځواکونو د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو «انتقامي» عملیات ترسره کړي دي. طالبانو ویلي، دغه عملیات بریالي وو.
د طالبانو ځواکونو د شنبې په شپه (د میزان ۱۹مه) په هلمند، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو کې د پاکستان له سرحدي ځواکونو سره نښتې کړي دي. دغه بریدونه د طالبانو د دفاع وزیر، په امر ترسره سوي دي.
ریچارد بنيټ، خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د انټرنټ او ټولنیزو شبکو لاسرسي محدودول د بیان آزادي او معلوماتو ته د لاسرسي حق له ګواښ سره مخ کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې د انجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان انجونو یو بشپړ نسل له یاده ونه باسي او باید ترې ملاتړ وکړي.
هبتالله اخندزاده، د طالبانو مشر، په یوه خپور سوې غږیز فایل کې خپلو ځواکونو ته، امر کړی چې د ښار په مرکز او ددې ولایت په بېلابېلو ناحیو کې امنیتي تدابیر زیات کړي.
د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری پاکستان ته: تېری به بېځوابه پاتې نه سي
پاکستان په کابل کې د بریدونو سره هم مهاله د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ هم هوایې برید کړی دي.
ایس. جی شنکر، له امیرخان متقي سره په لیدنه کې اعلان کړی چې نوې ډهلي خپله دیپلوماتیکه دنده په کابل کې له «تخنیکي ماموریت» څخه د سفارت تر کچې لوړوي. او په افغانستان کې به د همکارۍ او بشري مرستو شپږ نوې پروژې هم پیل کړي.
مولوي نورجلال جلالي، د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر عليرضا بیکدلي سره په کابل کې وکتل او خبرې ورسره وکړې.
ځايي سرچینو راپور ورکړی چې د افغانستان په څو ولایتونو — قندهار، هلمند، بغلان او بامیان — کې د عادي خلکو لپاره د انټرنېټ خدمات بند یا محدود سوي، خو یوازې دولتي ادارې، بانکونه او صرافۍ انټرنېټ ته لاسرسی لري.
د روسیې او د منځنۍ آسیا د هېوادونو دوهمه غونډه به د پنجشنبې په ورځ، د میزان په ۱۷مه د تاجکستان په پلازمېنه کې د افغانستان او منځني ختیځ د وضعیت په پام کې نیولو سره د سیمهییز امنیت د تضمین تر عنوان لاندې ترسره سي.
تازه خبرونه



ملاله یوسفزي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
13:16 - 1 عقرب 1404

کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
12:44 - 1 عقرب 1404

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د عقرب 1)
12:32 - 1 عقرب 1404

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنج شنبه، د عقرب 1
12:26 - 1 عقرب 1404

مجاهد: امریکا د اوربند د ټینګښت لپاره له کابل سره اړیکه نیولې
18:22 - 30 میزان 1404

د ژغورنې نړېواله کمېټه: افغانستان ښايي ۱۰ سلنه ناخالص ملي عاید له لاسه ورکړي
17:57 - 30 میزان 1404

د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
17:23 - 30 میزان 1404

د افغانستان د وګړو لپاره په ایران کې د کاري ویزو د صادرولو پیل
17:05 - 30 میزان 1404

یعقوب مجاهد: زموږ اړیکې له پاکستان سره باید د متقابل درناوي پر بنسټ وي
13:53 - 30 میزان 1404
