
په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.
سعدالله بلوچ، د طالبانو د سفارت سرپرست په جاکارتا کې، د اندونیزیا په بهرنیو چارو وزارت کې د منځنۍ او ختیځې آسیا د برخې له رئیس ریکی احسان سره د لیدنې پر مهال د پر سولې، ښه ګاونډیتوب او د سیمهییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
ملاله یوسفزي، د نوبل د سولې جایزه ګټونکې، د هغو هېوادونو پر هڅو توندې نیوکې کړې دي چې غواړي له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي کړي، او دا کار یې «ریاکاري، تېروتنه او د افغانستان د ښځو سره خیانت» بللی دی.
د هند د سفارت د رسمي فعالیتونو له بیا پیل سره، هندي رسنیو راپور ورکړی چې کارن یادو د افغانستان لپاره د دغه هېواد د نوي سفیر په توګه ټاکل سوی دی.
یعقوب مجاهد، د طالبانو د دفاع وزیر، د پاکستان د وروستیو تورونو په غبرګون کې چې ګواکې هند د سیمې د ترینګلتیاوو تر شا لاس لري، دغه ادعاوې «بېاساسه، غیرمنطقي او د نه منلو وړ» بللي دي.
ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، د کورنیو رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو حکومت غواړي د نړۍ له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول له متحده ایالاتو سره ښې اړیکې ټینګې کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد تخنیکي ماموریت به له دې وروسته د سفارت په کچه فعالیت کوي.
خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزیر، د طالبانو د حکومت د بدلون هر ډول پلان بېاساس او ګمراه کوونکی وبللو او ټینګار یې وکړ چې اسلامآباد د ثبات، متقابل احترام او له ګاونډیو سره د سولهییزو اړیکو غوښتونکی دی.
محمد نبي عمري، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال، د امریکا له احتمالي بیرته راستنېدو او د بګرام له اډې سره د تړون په اړه خبرې رد کړې او ویلي یې دي چې «له امریکا سره د بګرام په اړه هیڅ توافق نه دی سوی او اساساً داسې څه امکان نه لري.»
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستي اوربند تړون هرکلی کړی او هغه یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره «یو مثبت او رغوونکی ګام» بللی دی.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو او پاکستان تر منځ د اوربند په اړه د خپلې اعلاميې نوې بڼه خپره کړې ده، چې پکښې د «پولې» کلمه د وروستۍ فقرې څخه ایستل سوې ده.
شاه محمود میاخېل، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند تړون د افغانستان په زیان بللی او ویلي یې دي چې په دې تړون کې د کابل د خاورې نقض، د ملکي وګړو تلفات او د ډیورند کرښې موضوع له پامه غورځول سوې ده.
تازه خبرونه



ملاله یوسفزي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
13:16 - 1 عقرب 1404

کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
12:44 - 1 عقرب 1404

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د عقرب 1)
12:32 - 1 عقرب 1404

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنج شنبه، د عقرب 1
12:26 - 1 عقرب 1404

مجاهد: امریکا د اوربند د ټینګښت لپاره له کابل سره اړیکه نیولې
18:22 - 30 میزان 1404

د ژغورنې نړېواله کمېټه: افغانستان ښايي ۱۰ سلنه ناخالص ملي عاید له لاسه ورکړي
17:57 - 30 میزان 1404

د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
17:23 - 30 میزان 1404

د افغانستان د وګړو لپاره په ایران کې د کاري ویزو د صادرولو پیل
17:05 - 30 میزان 1404

یعقوب مجاهد: زموږ اړیکې له پاکستان سره باید د متقابل درناوي پر بنسټ وي
13:53 - 30 میزان 1404
