
سید مالک حسيني، د ایران د کارآفرینۍ د پراختیا مرستیال، اعلان کړی چې د افغانانو لپاره د کاري ویزو صادرول د ۱۴۰۴ کال د میزان له لومړۍ نېټې څخه پیل سوي دي.
په داسې حال کې چې د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې سوې دي، په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال وايي، د دوی پر وړاندې فشارونه او نوي محدودیتونه سخت سوي دي.
اروپايي اتحادیې اعلان کړی چې د طالبانو له چارواکو سره یې په تخنیکي کچه اړیکې ټینګې کړې دي، څو د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر وڅېړي، چې د استوګنې غوښتنې یې په اروپا کې رد سوې دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د استوګنیزو سیمو د پراخو ویجاړولو عملیات پنځمې ورځې ته رسېدلي او تر دې دمه له ۱۲۰۰ څخه ډېر استوګنیز او تجارتي ځایونه ویجاړ سوي دي.
په پاکستان کې د دیره اسماعیل خان، تانک، لکي مروت، بنو او مانسهره سیمو کې کمپونه په بشپړه توګه تړل سوي او په یو شمېر نورو سیمو کې هم د افغان کډوالو کمپونه د تړل کېدو په حال کې دي.
د ایران اسلامي جمهوریت قونسلګرۍ په هرات کې د هویتي اسنادو او د ایران د ویزو د فورم د ثبت مرحلې اعلان کړي دي.
د طالبانو سیمهییز چارواکي په کندهار ولایت کې وايي، د چمن – سپین بولدک پوله یوازې د هغو کډوالو لپاره پرانیستل سوې ده چې بېرته افغانستان ته راګرځي، خو د مسافرو او سوداګریز تګ راتګ لا هم بند دی.
د افغانستان قونسلګرۍ اعلان وکړ چې د دیپلوماتیکو خبرو اترو له پایلو وروسته، هغه افغان مهاجرین چې په ایران کې مېشت دي او د سرشمېرنې پاڼه لري، کولای سي د حج ته تلو او بېرته راستنېدو جواز ترلاسه کړي.
۸۱۰ کډوالی کورنۍ پرون د ننګرهار د تورخم، د قندهار د سپین بولدک، د نیمروز د پل ابریشم او د هرات د اسلامقلعه له پولو څخه افغانستان ته بېرته راګرځیدلې دي.
د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې ۹۶۳ کډوالې کورنۍ د رسمي پولو له لارې افغانستان ته راګرځیدلې دي.
رسنیو د کډوالو وزارت په حواله خبر ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې ۹۱۰ کډوالې کورنۍ له پاکستان او ایران څخه د تورخم، سپینبولدک، اسلامقلعه او نورو پولو څخه افغانستان ته بېرته ستنې سوي دي.
تازه خبرونه



ملاله یوسفزي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
13:16 - 1 عقرب 1404

کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
12:44 - 1 عقرب 1404

د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د عقرب 1)
12:32 - 1 عقرب 1404

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، پنج شنبه، د عقرب 1
12:26 - 1 عقرب 1404

مجاهد: امریکا د اوربند د ټینګښت لپاره له کابل سره اړیکه نیولې
18:22 - 30 میزان 1404

د ژغورنې نړېواله کمېټه: افغانستان ښايي ۱۰ سلنه ناخالص ملي عاید له لاسه ورکړي
17:57 - 30 میزان 1404

د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
17:23 - 30 میزان 1404

د افغانستان د وګړو لپاره په ایران کې د کاري ویزو د صادرولو پیل
17:05 - 30 میزان 1404

یعقوب مجاهد: زموږ اړیکې له پاکستان سره باید د متقابل درناوي پر بنسټ وي
13:53 - 30 میزان 1404
