۵۰ تازه فرمانونه د استادانو او محصلانو لپاره؛ د انځورونو حذف، د موبایل بندیز او د عمامې تړل

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، د استادانو او محصلانو لپاره ۵۰ نوي محدودیتونه وضع کړي چې د پوهنتونونو څخه د انځورونو حذف، د ځیرک موبایلونو بندول او د عمامې تړل پکښې شامل دي.
۵۰ تازه فرمانونه د استادانو او محصلانو لپاره؛ د انځورونو حذف، د موبایل بندیز او د عمامې تړل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ ندا محمد ندیم، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر، په خپل تازه کتبي حکم کې، په هېواد کې د پوهنتونونو استادانو او محصلانو لپاره محدودیتونه وضع کړي دي. په دې حکم کې چې په رسنیو کې خپور سوی، په لسو پاڼو کې پنځوس فرمانونه شامل دي. د دې فرمانونو له مخې، په پوهنتونونو کې د ځیرک موبایلونو د کارولو اجازه نسته. په یو شمېر حکمونو کې د پوهنتونونو د صنفونو او چاپېریال څخه د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د لیرې کولو او د عمامې تړلو امر هم شامل دی. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت دغه فرمانونه څرګندوي چې د هېواد پوهنتونونه د طالبانو د امر بالمعروف تر څارنې لاندې دي. په تېرو څلورو کلونو کې، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د هېواد د تعلیمي نظام لپاره ګڼ محدودیتونه وضع کړي؛ د انجونو او ښځو لپاره د زده‌کړو بندیز، د ځینو مضامینو حذف، د ځینو کتابونو بندیز او د نصاب بدلونونه پکښې شامل دي. سندونه ښيي چې طالبانو یو ځل بیا هڅه کړې چې په علمي او اکادمیک چاپېریال کې خپلې قواعد پلی کړي. په دې لیکونو کې چې د ندا محمد ندیم له خوا پوهنتونونو ته استول سوي، راغلي چې د پوهنتونونو د صنفونو او چاپېریال کې د ژوندی موجوداتو انځورونه باید لیرې سي. په دې مکتوب کې د لوړو زده‌کړو وزیر لیکلي: «ټول چاپېریال باید له غیرشرعي چارو، روح لرونکو انځورونو او ناسمو نښانو پاک سي او اړین اصلاحات پکښې راوستل سي.» په دې مکتوب کې زیاته سوي: «ټول کارمندان باید هڅه وکړي چې عمامه وتړي. رئیسان او مسؤلین هم خپل تر لاس لاندې کارکوونکي دې ته وهڅوي چې عمامه وتړي.» یوه سرچینه په وزارت کې وایي، که څه هم تر دې دمه د اکادمیک چاپېریال محدودولو لپاره ګڼ فرمانونه صادر سوي، خو دا تازه فرمانونه په عملي توګه د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو لاسونه تړي. د لوړو زده‌کړو وزیر تازه فرمانونه په پوهنتونونو کې د هوښیار موبایلونو د کارولو بندیز هم وضع کړی. په دې مکتوبونو کې راغلي چې په پوهنتونونو کې له ځیرک موبایلونو کار نه اخیستل کېږي. په بله برخه کې ویل سوي چې ځینې ټیټ رتبه کارمندان هم اجازه نلري چې موبایل انتقال یا استعمال کړي. د پوهنتون استادانو ته ویل سوی چې له ځیرک موبایلونو لږ کار واخلي. په څلورمه ماده کې راغلي چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت به د پوهنتونونو ټول اړوند فعالیتونه څاري؛ هغه وزارت چې د ګڼو هېوادونو له خوا د بشري حقونو پراخې سرغړونې، په ځانګړې توګه د ښځو او انجونو پر وړاندې، تورن دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x