یونیسف: د افغان ښځو او نجونو رول د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي دی

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ یونیسف تېره شپه (د میزان ۱۶) په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغان ښځو او نجونو رول د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي دی.

لکه څنګه چې د نجونو نړیواله ورځ نږدې کیږي دغه سازمان د افغانستان او نړۍ له ټولو خلکو غوښتي چې دغه سازمان تعقیب کړي او دا خبره تکرار کړي چې “هره نجلۍ د زده کړې حق لري”.

ملګرو ملتونو د اکتوبر ۱۱مه د نجونو د نړیوالې ورځې په توګه نومولې چې د جنسیتي برابرۍ په اړه د پوهاوي د کچې لوړولو او د نجونو پر حقونو ټینګار کوي.

بیشتر بخوانید:  په پنسلوانیا کې د هریس او ټرمپ تر منځ لومړۍ مناظره
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x