کرزی: د کډوالۍ د مخنیوي لپاره، په افغانستان کې د زده کړې پر وړاندې خنډونه باید لرې شي

کرزی: برای جلوگیری از مهاجرت، باید موانع آموزش در افغانستان باید رفع شود

د معمار پرس د خبر له مخې؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي د سې شنبې په ورځ (د حمل ۲۶مه) له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو او د هغوی سره د ناوړه چلند د راپورونو په غبرګون کې، د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو معیارونو سره سم چلند وکړي.

کرزي په خپل رسمي پاڼه کې د ایکس ټولنیزې شبکې پر مخ د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل: “د افغان کډوالو سره ناوړه چلند د انساني ارزښتونو او ښه ګاونډیتوب پر ضد دی.”

هغه همدارنګه په نړیوالو سازمانونو او ملي سوداګرو غږ وکړ چې افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو سره همکاري او مرسته وکړي.

کرزي هیله څرګنده کړه چې د کډوالۍ اصلي عوامل، په شمول د نجونو پر زده کړو بندیز، به له منځه یوړل شي ترڅو افغان وګړي اړ نه شي چې خپل هیواد پریږدي.

بیشتر بخوانید:  اروپايي ټولنه: له افغانستان سره مرستې د ټول شموله حکومت پر رامنځته کېدو مشروط دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x