کاناډا او د پاکستان څخه د ۳۱۱ افغان اتباعو انتقال

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د کاناډا د مهاجرت وزیر شان فریزر ویلي چې دغه کسان له پاکستان څخه په یوه ځانګړې الوتکه کې کاناډا ته انتقال شوي دي.

ښاغلي فريزر يادونه وکړه چې د هاليفکس په ښار کې د دې شمېر افغان اتباعو هرکلی کوي.

باید وویل شي، چې تېره اوونۍ له تاجکستان څخه کاناډا ته ۳۲۶ افغان کډوال لېږدول شوي وو.

د کاناډا د مهاجرت وزیر ویلي دي چې په دغو کډوالو کې د افغان ژباړونکو د کورنۍ غړي او هغه کسان هم شامل دي چې په افغانستان کې یې د کاناډا د ماموریت ملاتړ کړی دی.

تېر کال کاناډا اعلان وکړ چې ۴۰ زره افغان کډوال مني.

شان فریزر وویل چې تر اوسه پورې ۲۲۵۸۱ افغانان کاناډا ته انتقال شوي دي.

بیشتر بخوانید:  نی د هلمند پر خبریالانو د طالبانو نوي بندیزونه د فشار او سانسور عمل بللی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x