کابل: د امنیت پروژې – قلعه زمان خان پر سړک د قیر اچولو چارې پیل شوې

کابل: د امنیت پروژې – قلعه زمان خان پر سړک د قیر اچولو چارې پیل شوې

د معمار  د خبر له مخې؛ سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ښار د ۱۲مې ناحیې اړوند د بګرامیو او الوخیلو ترمنځ، د امنیت له پروژې څخه تر قلعه زمان خان عمومي سړک پورې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د دغه سړک د قیر کولو چارې پیل شوې.

خبرپاڼه کې ويل شوي، چې یاد سړک د ۷۳۰  مترو په اوږدوالي او  ۳۰  متره پراخوالي سره، د یاد سړک د لومړۍ طبقې د قیر کولو چارې به د هوا د ښه والي په صورت کې د راتلونکو  ۱۰ ورځو په موده کې بشپړې شي.

دغه سړک د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د ډیزاین سره برابر، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون په اساسي توګه جوړیږي.

کابل ښاروالۍ همدارنګه ویلي، چې د دغه سړک په اوږدو کې یو شمېر کورونه او ملکیتونه پراته ؤ، چې څه موده وړاندې یې استملاکي چارې بشپړه شوې وې

بیشتر بخوانید:  طالب ویاند: دا ځمکه د صاحب لري، موږ د بیت المال د غلا او غیر قانوني استعمال اجازه نه ورکوو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x