په یوه ورځ کې نږدې اووه زره کډوال افغانستان ته راګرځیدلی دی

د طالبانو د کډوالو ستونزو د حل عالي کمېسیون راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې اووه زره افغان کډوال هېواد ته ستانه سوی دی.
بازگشت نزدیک به هفت هزار مهاجر به افغانستان در یک روز

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په داسې حال کې چې نړیوال سازمانونه د کډوالو د ستنېدو د څپې د «ناورین‌زېرو پایلو» په اړه خبرداری ورکوي، د طالبانو د سرپرست حکومت د کډوالو ستونزو د حل عالي کمېسیون اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې اووه زره کډوال افغانستان ته ستانه سوي دي.

دا پراخ ستنېدل په داسې وخت کې دي چې نړیوال سازمانونه ټینګار کوي، د ستنېدونکو لپاره په افغانستان کې شرایط ـ په ځانګړي ډول د ښځو، د مدني ټولنې فعالانو، خبریالانو او د پخواني حکومت کارکوونکو لپاره ـ خوندي نه دي.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) تر دې وړاندې د افغانانو د ډله‌ییزې ستنېدو په اړه خبرداری ورکړی او د دې ستنېدونکو د ستونزو د حل لپاره یې د عاجلو مالي سرچینو د برابرولو غوښتنه کړې ده. دغه سازمان ویلي چې له سپټمبر ۲۰۲۳ راپدیخوا تر اوسه، له ۴ میلیونو څخه ډېر افغانان هېواد ته ستانه سوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم څرګنده کړې چې په افغانستان کې د بشري مرستو د وړاندې کولو هڅې د افغانانو د دوامدار ستنېدو له امله له لا زیاتو پېچلتیاوو سره مخ سوي دي. دغه شورا ټینګار کړی چې ستنېدونکي افغانان د ځورونې، ظالمانه، غیرانساني او سپکونکي سزاوو یا نه جبرانېدونکو زیانونو له ګواښ سره مخامخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x