په کابل کې د ایران نوي سفیر خپله دنده پیل کړه

په کابل کې د ایران نوي سفیر خپله دنده پیل کړه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران سفارت پرون (شنبه د سلواغې لومړۍ) تویت کړی، چې: په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي، چې په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی؛ کابل ته راورسید او رسماً یې کار پیل کړ.

له دې مخکې په کابل کې د ایران سفارت د رسنیو د چارو مسوول عباس بدری‌فر اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د ایران د پخواني سفیر په توګه د بهادر امینيان ماموریت پای ته رسېدلی او حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د ایران د نوي سفیر په توګه معرفي شوی دی.

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت په ډاګه کړې وه، چې په افغانستان کې د سفیر په توګه د امینيان د ماموریت درې کلن پېر پای ته رسېدلی او د معمول له مخې به د ایران اسلامي جمهوریت ته بېرته ستون شي.

کاظمي قمي په عراق کې د صدام حسین د حکومت له نسکوریدو وروسته د ایران اسلامي جمهوریت لومړی سفیر و. هغه څه موده په هرات کې د ایران د جنرال قونسل په توګه هم کار کړی او د هغه پلاوي غړی و، چې په عراق کې یې له امریکایانو سره خبرې اترې کولې.

بیشتر بخوانید:  د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد ډالرو څخه زیاته شوې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x