په کابل کې د ایران سفیر: د ایران او افغانستان اقتصادي اړیکو باندې بندیزونه اغېز نلري

علیرضا بیکدلي، د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه ټینګار وکړ، او وویل چې د چابهار او میلک ترانزیتي لارې فعالې دي او د امریکا بندیزونه په دې اړیکو اغېز نلري.
په کابل کې د ایران سفیر: د ایران او افغانستان اقتصادي اړیکو باندې بندیزونه اغېز نلري

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ علیرضا بیکدلي، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر، د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د زیاتوالي خبر ورکړ او وویل چې د موجوده ظرفیتونو په کارولو سره د توکو د لیږد بهیر ګړندی کېږي. د ایران سفیر په کابل کې ټینګار وکړ: «ایران افغانستان یوازې د بازار په توګه نه ګوري، بلکې د ګاونډي او وروڼو هېواد په توګه، د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې باید د اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د ښه والي سبب سي.» بیکدلي زیاته کړه چې د چابهار بندر او د میلک پولې فعالې دي او د امریکا بندیزونه په همکاریو اغېز نلري. هغه همدارنګه وویل چې د بنسټیزو جوړښتونو بشپړول او د رېل پټلۍ پیاوړتیا د چابهار بندر د غوره استفادې لپاره په جریان کې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x