په کابل کې د ازبکستان سفیر په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د یو لوړ پوړي ازبک پلاوي د سفر خبر ورکړ

په کابل کې د ازبکستان سفیر په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د یو لوړ پوړي ازبک پلاوي د سفر خبر ورکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار شادمانوف د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له مرستیال قدرت الله جمال سره په کتنه کې اعلان وکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د هغه هېواد یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي. د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، شادمانوف هیله من دی چې افغانستان ته د ازبکستاني پلاوي سفر به د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو مثبتې اغېزې ولري. د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د اړتيا وړ ډېر سوداګريز توکي له ازبکستان څخه واردېږي.

بیشتر بخوانید:  په سعودي عربستان کې د اعدامونو شمېر دوه برابره شوی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x