په چین کې د طالبانو د دفتر د کارکوونکو روزنه

په چین کې د طالبانو د دفتر د کارکوونکو روزنه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د چارو ادارې عمومي ریاست نن شنبه د اسد ۲۰ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغې ډلې د دفتر ۴۱ کارکوونکي د روزنې لپاره چین ته استول شوي دي. طالبانو زیاته کړې، چې دغه کسان د ۹ وزارتونو او ملکي خدمتونو د څانګو کارکوونکي دي او د مسلکي زده کړو لپاره چین ته استول شوي وو. دې ادارې نه دي ویلي چې دا کسان د کومو وزارتونو دي او د روزنې دوره څومره موده ده. چین د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.

بیشتر بخوانید:  د ملي مقاومت جبهې پلاوی له احمد مسعود پرته سفر امریکا ته
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x