د معمار پرس د خبر له مخې: په پکتیکا ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چي د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بریدونو په پایله کې د ملکي تلفاتو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی. یادې سرچینې د چهارشنبې په ورځ (د جدي ۵مه) رسنیو ته وویل چې د دغو بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي. د دې ترڅنګ د استوګنې کورونه هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي او امکان شته چې لا هم د ګڼو کسانو مړي تر خاورو لاندې پاتې وي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر دې بريدونو مخکې په پکتيکا کې مخابراتي او ټولنيزې شبکې پرې شوې وې، چې له امله يې ډېر تفصيلي راپورونه ورو ورو خپرېږي.

- 37
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=114378
- کې خپور شو 12:00 ق.ظ
- د خبر شمیره 114378
- 5 جدی 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=114378
- کې خپور شو 12:00 ق.ظ
- د خبر شمیره 114378
- 5 جدی 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:22 - 5 جدی 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments