په پنجشېر کې د يوې پخوانۍ دولتي امنيتي کمپنۍ ٥٠ کارکوونکي ونيول شول

په پنجشېر کې د يوې پخوانۍ دولتي امنيتي کمپنۍ ٥٠ کارکوونکي ونيول شول
په پنجشیر ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چی په تېرو دوو مياشتو کې د سرپرست حکومت ځواکونو د يوې خصوصي امنيتي کمپنۍ ٥٠ کارکوونکي چې په تېر حکومت کې يې دنده ترسره کوله، د وسلو لرلو په تور نيولي او ځوړولي دي. د پنجشیر ولایت د عنابې ولسوالۍ څخه دغو سرچینو ویلي چې نیول شوي کسان په یوه خصوصي امنیتي کمپنی کې کارکونکي وې او د کابل ښار د آریانا هوټل امنیت یې په غاړه درلود. د سرچينې د معلوماتو له مخې، سرپرست حکومت دغه کارکوونکي نيولي او له درېيو څخه تر څلورو ورځو پورې يې بنديان او ځوړوي. بیا یې په ضمانت خوشې کوي او له هغوی څخه غواړي چې وسلې ومومي او طالبانو ته یې وسپاري.
بیشتر بخوانید:  په ایران کې د مهاجرینو فعالینو تنظیم کول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x