په هالنډ کې د افغانستان د سفیر د طالبانو سره د ممکنه اړیکو د څیړلو رسمي غوښتنه

په لسګونو سازمانونو د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت ته یو لیک لیږلی دی چې په کې افغان سفیر محمد اصف رحیمي د طالبانو سره د بیعت او د دې ډلې په ګټه د لابی کولو تورن شوی دی.
۶۶ نهاد مدنی خواهان بررسی رابطه سفیر افغانستان در هالند با طالبان شدند

د معمار پرس د خبر له مخې؛ یو شمیر سیاسي، مدني، بشري حقونو او احتجاجي غورځنګونو په هالنډ کې د افغانستان د سفیر محمد اصف رحیمي د فعالیت په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې ده او د هالنډ له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د طالبانو سره د هغه د اړیکو په اړه رسمي او شفاف دریځ غوره کړي.

په یوه رسمي لیک کې چې د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت ته لیږل شوی، دغو سازمانونو ادعا کړې چې ښاغلی رحیمي طالبانو ته “بیعت” لري او په اروپا کې د افغانستان ډیپلوماټیکې سرچینې د دې ډلې په ګټه کاروي.

دا لیک چې د بشري حقونو او مدني حقونو ۶۶ فعالانو لاسلیک کړی، د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کوي چې نه یوازې په هیواد کې د افغانستان د سفارت د اوسني وضعیت په اړه روښانه وضاحت وړاندې کړي، بلکې د ډیپلوماتیک ماموریت د سرچینو د عملیاتو او مدیریت سمدستي قانوني او مالي بیاکتنه هم وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x