په ملګرو ملتونو کې د طالب چارواکو د سفر د معافیت د تمدید په اړه د موافقې نشتوالی؛روسیې او چین د وخت غوښتنه وکړه

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د راپور له مخې، د ABS خبری شبکې نن د اسد په ۲۹مه په یوه راپور کې ویلی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړی د دغې شورا په وروستۍ غونډه کې د ۱۳ طالب چارواکو د سفر د معافیت د غځولو په اړه موافقې ته ونه رسیدل.

دغې شبکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یو شمېر دیپلوماتانو له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي چې روسیې او چین د دې شورا له غړیو څخه د طالبانو د چارواکو د سفر د معافیت په اړه د رایه ورکولو لپاره وخت وغوښتل.

د دغه راپور پر بنسټ، امریکا او لوېدیځ هېوادونه هوډ لري، چې د طالبانو د ۱۳ چارواکو د سفر معافیت د ښځو حقونو ته د نه پاملرنې او د یوه ټول شموله حکومت د نه جوړېدو له امله لغوه کړي.

په هرصورت، ABS راپور ورکړی چې روسیه او چین به په دې اړه خپل وړاندیزونه د شنبې تر ماښام پورې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپاري.

د طالبانو لسګونه چارواکي له کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دي. د سولې د هڅو له پیل سره ۱۵ طالب چارواکو ته له افغانستانه بهر د سفر اجازه ورکړل شوه. له دې جملې څخه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست او د دې ډلې د یوه مرستیال د سفر معافیت پای ته رسېدلی دی.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د صدراعظم مرستیال: د افغان شیعه ګانو غوښتنو ته به پام وشي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x