په سهما سیسټم کې د مهاجرینو زده کونکو مخکنۍ نوم لیکنې دوام لري

په سهما سیسټم کې د مهاجرینو زده کونکو مخکنۍ نوم لیکنې دوام لري

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د پوهنې وزارت اعلان وکړ: د سهما په سیستم کې د افغان زده کونکو د نوم لیکنې بهیر دوام لري. په ښوونځیو کې به د مخکنۍ نوم لیکنې بهیر تر راتلونکې اونۍ اعلان شي. د ایران د اسلامي جمهوریت د پوهنې وزارت د نړیوالو چارو د مرکز د ملي څانګې مشر د ۱۴۰۳-۱۴۰۴ کال په نوي تعلیمي کال کې د ایران په ښوونځیو کې د افغان زده کونکو د نوم لیکنې د شرایطو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي په “سهما سیسټم” کې د دغو زده کوونکو د مخکنۍ نوم لیکنې د دوام او تر راتلونکې اونۍ پورې ښوونځیو ته د نوم لیکنې د وروستۍ فورمې د استولو خبر ورکړ. هغه زیاته کړه: د نوم لیکنې فورمې به تر راتلونکې اونۍ واستول شي او هغه زده کوونکي چې د سهما په سیستم کې نوم لیکنه وکړي اجازه به ورکړل شي چې په ښوونځیو کې نوم لیکنه وکړي.

بیشتر بخوانید:  اشرف غني: د افغانانو د صبر کاسه لامحدوده نه ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x