په جرمنی کې د سولې او ولسواکۍ په محور د بین‌الافغاني خبرو ناسته جوړه سوه

«د افغانستان ستر ملي چتر» په نوم ائتلاف د «سولې او ولسواکۍ لپاره بین‌الافغاني خبرې» تر سرلیک لاندې د جرمني په دتمولد ښار کې ناسته ترسره کړه.
په جرمنی کې د سولې او ولسواکۍ په محور د بین‌الافغاني خبرو ناسته جوړه سوه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، «د افغانستان ستر ملي چتر» په نوم ائتلاف د شنبې په ورځ، د میزان په ۱۲مه، د «سولې او ولسواکۍ لپاره بین‌الافغاني خبرې» تر سرلیک لاندې د جرمني په دتمولد ښار کې ناسته جوړه کړه. د ناستې د جوړونکو له‌خوا په خپره سوې اعلامیه کې ویل سوي چې « دافغانستان ستر ملي چتر» یو هر اړخیز ملي ائتلاف دی، چې له ۳۰ څخه زیاتو سیاسي ګوندونو، ټولنیزو شوراګانو او مدني بنسټونو څخه جوړ سوی دی. د دې ائتلاف موخه دایمي سولې ته رسېدل، ولسواکۍ ټینګول، ټولنیز عدالت او د هېواد د روان وضعیت په اړه د یوه واحد ملي دریځ رامنځته کول یاد سوي دي. په دې ناسته کې د افغانستان ګڼ شمېر سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او مدني څېرو ګډون درلود، چې پکې د ښځو استازې، د مدني ټولنو فعالان او د پخواني حکومت یو شمېر شخصیتونه هم شامل وو. د دتمولد ناستې ویناوالو د افغانستان پر روان سیاسي او ټولنیز بحران د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې د اوسني وضعیت د بدلولو لپاره افغانستان د ملي یووالي، سیاسي اجماع او د قومونو، ګوندونو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د متقابل اعتماد اړتیا لري. د هغوی په وینا، سیاسي ثبات ته رسېدل یوازې د بین‌الافغاني خبرو او د ټولنې د ټولو قشرونو د پراخ ګډون له لارې ممکن دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x