په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه د پاسه ۶۹ زره ټنه انتقالات شوي دي

اوسپنې پټلۍ اداره

د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې؛  د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۳ زره ۵۳۳ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۳ زره۲۹۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲ زره۲۸۰ ټنه واردات چې ټولټال ۶۷ زره ۴۴۹ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۱۶۵۴ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده، صادر شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د دې ادارې په انتقالاتو کې د تېر کال په نسبت سږ کال  ۲۲ سلنه ډېروالی راغلی دی. همدا رنګه دغه ادارې توانېدلې چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه د پاسه یو میلیارډه ۴۲۱ میلیونه افغانۍ راټول او د اسلامي امارت خزانې ته وسپاري.

بیشتر بخوانید:  د یوناما استازي د افغانستان په اړه په نیویارک او بروکسل کې د دوو غونډو د جوړولو اعلان وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x