په تهران کې د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې غونډه پیل شوه

په تهران کې د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې غونډه پیل شوه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې دوهمه غونډه د ایران، روسیې، چین او پاکستان د استازو په حضور کې په تهران کې جوړه شوه. د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې دوهمه غونډه د افغانستان په چارو کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان د خاصو استازیو په شتون سره نن د جوزا په ۱۹مه د ایران بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نړیوالو مطالعاتو په دفتر کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی، د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیا یونګ، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی ګډون لري. کاظمی قمی د دغې غونډې په پیل کښې وویل: له سرپرست حکومت سره د خبرو اترو او د دوحې د دریمې غونډې په اړه د نظر تبادله به په نننۍ غونډه کښې شریک شی.

بیشتر بخوانید:  د هرات د سوداګرو د دې ولایت په ګمرک کې د امنیتي وسایلو د زیاتوالي غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x