په امنیت شورا کې د طالب چارواکو د معافیت او د سفر د بندیز د مودې د غځولو پر سر اختلاف

په امنیت شورا کې د طالب چارواکو د معافیت او د سفر د بندیز د مودې د غځولو پر سر اختلاف

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د الجزیرې خبریال اماندا پرائس د چهارشنبې په شپه د اسد د ۲۷مې په یوه ټویټ کې د امنیت شورا د ډیپلوماټانو په حواله لیکلي دي: «د روسیې او چین وړاندیز د ۱۳ طالب چارواکو د سفري بندیز معافیت د ۹۰ ورځو لپاره تمدید نن د بریتانیا، فرانسې، البانیا او ایرلنډ له خوا رد شو.»

پرائس زیاته کړه، “چین او روسیې د امریکا هغه وړاندیز رد کړ چې د شپږو نورو طالب چارواکو لپاره یې یوازې قطر ته د سفر کولو لپاره د سفر بندیز معاف کړی و.”

د روسیې او چین له خوا د ۱۳ طالب چارواکو د سفر د بندیز د معافیت د غځولو وړاندیز یوازې د چین او روسیې په ګډون د سیمې هېوادونو پورې محدود دی.

ټاکل شوې د طالبانو د سفري بندیز معافیت د جمعې په ورځ پای ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو دوه نور چارواکي د سفر د بندیز د تمدید له لیست څخه ایستلي وو.

بیشتر بخوانید:  د داخلي بې ځایه شویو د انتقال لپاره د نړیوالو بنسټونو سره د طالبانو ګډ پروګرام
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x