د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو مشرانو په دې وروستیو کې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د یوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی. دغو هېوادونو د توکمونو او مذهبونو په پراخ ګډون سره د یوه جامع او ټول شموله حکومت جوړول په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات بنسټ وباله او په افغانستان کې یې د وضعیت د عادي کېدو په برخه کې همکارۍ ته چمتووالی وښود. د شانګهای په غونډه کې د روسیې، پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، بلاروس، منګولیا، اذربایجان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې هېوادونو مشرانو او استازو ګډون کړی و. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې او یو ټول شموله حکومت ته اړتیا ده چې د ده په وینا بشري حقونو ته درناوی ولري او له نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي. ښاغلي ګوتریش وویل: “موږ په افغانستان کې سولې او ټول شموله حکومت ته اړتیا لرو چې بشري حقونو ته درناوی ولري او له نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي.” د طالبانو حکومت د دغو غوښتنو په ځواب کې ویلي چې د جامع حکومت مسله د افغانستان داخلي مسله ده او هېوادونه باید په دې اړه دریځ غوره نه کړي. په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړولو خبرې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د طالبانو حکومت په تېرو درېیو کلونو کې دغې نړیوالې غوښتنې ته هېڅ پام نه دی کړی او دا یې یوه داخلي مسئله بللې ده. هغه څه چې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د بحث اړتیا په ګوته کوي د افغانستان نازک وضعیت دی چې د ټولو سیاسي او ټولنیزو ځواکونو او ظرفیتونو ګډون ته اړتیا لري. د افغانستان په سیاسي جوړښت کې د مختلفو قومونو او مذهبونو ګډون له یوې خوا د اوسني افغانستان د پرمختګ او ودې لپاره داخلي ظرفیتونه پیاوړي کوي او له بلې خوا د داخلي کشمکشونو او شخړو احتمال له منځه وړي. کارپوهان او د طالبانو منتقدین وايي، طالبان هڅه کوي په سیستماتیک ډول د ټول شموله حکومتوالۍ مسله یوې وړې داخلي مسلې ته راټیټولو سره د افغاني ټولنې له شرایطو څخه نور سیاسي ځواکونه، قومونه او مذهبونه له منځه یوسي. نړيواله ټولنه او کارپوهان په همدې حال کې په هېواد کې د يوه جامع حکومت پر جوړېدو ټينګار کوي، ترڅو د يوه باثباته او خوندي افغانستان د رامنځته کېدو لپاره زمينه برابره شي.

- 53
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9356
- کې خپور شو 3:38 ب.ظ
- د خبر شمیره 9356
- 16 سرطان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9356
- کې خپور شو 3:38 ب.ظ
- د خبر شمیره 9356
- 16 سرطان 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:38 - 16 سرطان 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

سید حسن نصرالله؛ د لبنان د نوې هویت جوړونکی او د مقاومت مرکز
13:22 - 6 میزان 1404

د اربعین زیارت معنوي او سیاسي اغیزې د اسلامي امت په تحرک او یووالي باندې
13:53 - 24 اسد 1404

د طالبانو څلورم کلیزه او په نړیوال نظام کې د افغانستان ځای
18:24 - 21 اسد 1404

د پیژندلو دمخه، وړتیا راوړئ!
18:31 - 23 سرطان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments