پر پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو د شپږو ملکي وګړو ژوند یې واخیست

د پاکستان د پوځ د هوايي بریدونو په پایله کې چې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په سیمه کې ترسره سوي، لږ تر لږه شپږ ملکي وګړي چې په کې دوه ماشومان هم شامل دي وژل سوي او اوه تنه نور ټپیان سوي دي.
پر پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو د شپږو ملکي وګړو ژوند یې واخیست

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، سیمه‌ییزې سرچینې په پکتیکا ولایت کې وايي چې پاکستانی پوځ هوايي بریدونه د دغه ولایت د ارګون او برمل په ولسوالیو کې ترسره کړي دي.

د دغو سرچینو په وینا، په دې بریدونو کې شپږ ملکي وګړي، په شمول د دوو ماشومانو، وژل سوي او اوه تنه نور ټپیان سوي دي. سرچینې زیاتوي چې د ټپیانو په منځ کې شپږ ښځې او یو ماشوم شامل دي. ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدول سوي او د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل سوی دی. د سیمې اوسېدونکي وایي بریدونه هغه مهال سوي چې کورنۍ د شپې د استراحت په حالت کې وې، او چاودنو د سرحدي کلیو څو کورونه ویجاړ کړي دي.

د پېښې وروسته، د طالبانو سرپرست حکومت دفاعي ځواکونه د ډیورند په فرضي کرښه، په ځانګړي ډول د پکتیکا او کندهار په پولو کې، په بشپړ چمتووالي ځای پر ځای سوي دي. سرچینې چې طالبانو ته نږدې دي، اټکل کوي چې ښايي د دغو بریدونو پر وړاندې نظامي ځواب په راتلونکو ورځو کې ورکړل سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x