پاکستان په پنجاب کې د افغان کډوالو وروستی کمپ وتاړه

د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو وروستی کمپ په پنجاب ایالت کې تړل سوی او له اپریل ۲۰۲۵ راپه دېخوا تر ۴۲ زره زیات افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه سوي دي.
پاکستان په پنجاب کې د افغان کډوالو وروستی کمپ وتاړه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو وروستی کمپ په میانوالی، د پنجاب ایالت کې تړل سوی دی. د پاکستان سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، د ۲۰۲۵ اپریل راپه دېخوا تر ۴۲ زره زیات افغان مهاجر چې د پېژندپاڼې اسناد یې نه لرل، د تورخم د لارې افغانستان ته بېرته استول سوي دي. د کوټ چاندنا د کمپ له تړل کېدو سره، په پنجاب کې د افغان کډوالو لپاره هېڅ رسمي مرکز نه دی پاتې سوی او یوازې هغه کسان کولای سي په پاکستان کې پاتې سي چې بااعتباره ویزه ولري. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د شمېرو له مخې، په پاکستان کې له ۳.۵ میلیونو زیات افغانان مېشت دي چې نږدې نیمایي یې قانوني اسناد نه لري. په داسې حال کې چې د پنجاب د وروستي کمپ تړل کېدل، پر افغان کډوالو فشار تر وروستۍ کچې رسولی او د اجباري ستنېدنې بهیر یې چټک کړی دی. دغه اقدام کولای سي په افغانستان کې د بشري ناورین لامل سي، هلته چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بې‌ځایه سویو کسانو د اړتیاوو د پوره کولو ظرفیت خورا محدود دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x