پاکستان: طالبان باید په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړولو تمرکز وکړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د ویاند د څرګندونو په غبرګون کې چې د اعتراض کوونکو سره په سوله‌ییز ډول برخورد وسي، وویل چې طالبان باید په افغانستان کې د ولسواکه حکومت پر جوړولو او د دوحې تړون ته په ژمن پاتې کېدو تمرکز وکړي.
پاکستان: طالبان باید بر تشکیل حکومت فراگیر در افغانستان تمرکز کنند

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، وروسته له هغه چې ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو ویاند، په اسلام‌آباد کې د اعتراض کوونکو سره په سوله‌ییز ډول د چلند غوښتنه وکړه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ټول شموله او منتخب حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د میزان ۲۱مه، په یوه بیانیه کې د طالبانو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې ددې ډلې نصیحت ته اړتیا نه لري. دغه وزارت د طالبانو څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان پورې اړوند موضوعاتو تمرکز وکړي او له هغو موضوعاتو څخه چې د دوی صلاحیت نه دي، ځان وساتي.

سربیره پر دې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې طالبان باید د دوحې د بهیر په ژمنو پابند پاتې سي او اجازه ورنه کړي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت وکړي. وزارت زیاته کړې چې د بې‌اساسو تبلیغاتو پر ځای، طالبان باید د ټول شموله حکومت پر جوړولو تمرکز وکړي.

تېر ماښام هم پاکستان د افغانستان د خلکو د ازادۍ او د منتخب حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې مجاهد تېره شپه د پاکستان پولیسو لخوا د حزب «تحریک لبیک پاکستان» د اعتراض کوونکو پر وړاندې د ډزو کړنې تاوتریخوالې بللې او له پاکستاني دولت څخه یې غوښتنه کړې وه چې د اعتراض کوونکو سره په سوله‌ییز ډول چلند وکړي.

بیشتر بخوانید:  پاکستان او طالبانو د اقتصادي او امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x