د معمار خبري آژانس د راپور په اساس؛ د راپورونو له مخې، د پاکستان پلازمېنه اسلامآباد دوشنبه، د تلې ۷مه، د طالبانو د مخالفانو کوربهتوب کړي دي. یو پاکستاني څېړنیز بنسټ چې د دې ناستې کوربهتوب کړي، ګڼ شمېر سیاسي څېرې، شنونکي او د طالبانو منتقد افغان خبریالان یې د یوې داسې ناستې لپاره آسلاماباد ته بللي چې له ډېرې مودې ځنډېدلې وه. سميع یوسفزی، افغان تجربهکار خبریال، ویلي دي: «د دې ناستې د جوړېدو وخت او ځای خورا مهم دی.» ده په ایکس کې لیکلي: «په داسې حال کې چې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ اړیکې په زیاتېدونکې توګه له کړکېچه ډکې سوې دي، د داسې یوه پروګرام جوړېدل د پاکستان په زړه کې ښایي په کابل او کندهار کې د خطر زنګ وږغوي.» دا ناسته چې د یوه معتبر پاکستاني څېړنیز بنسټ لهخوا تنظیم سوې، مخکې ټاکل سوې وه چې په تېرو میاشتو کې جوړه سي، خو د نامعلومو دلیلونو له امله څو ځله وځنډول سوه. خبرې سرچینې وایي چې د بلل سویو کسانو لېست داسې څېرې رانغاړي چې په وروستیو کلونو کې د طالبانو د سیاستونو د نیوکو له امله له افغانستانه وتلي دي. د دې کنفرانس جوړېدل په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان دولت او د طالبانو حکومت ترمنځ اړیکې د پولو، امنیتي او د کډوالۍ مسایلو له امله سختې خرابې سوې دي. په وروستیو اونیو کې، پاکستاني چارواکو څو ځله د پولو د بریدونو د زیاتوالي او په افغانستان کې د یاغي ډلو د ځای پرځای کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. له دې وړاندې، د دې ناستې د جوړېدو اعلان د طالبانو له سختو غبرګونونو سره مخ سوی وو. د دې ډلې ویاندویانو دغه ډول ناستې «د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه» بللې او د هغې په پایلو یې خبرداری ورکړی وو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نیوکو په ځواب کې ټینګار کړی وو چې دا ناسته یوازې یو علمي او تحلیلي بحث دی او موخه یې د سیمهییزو بدلونونو څېړل دي، چې په کې خپلواک کارپوهان برخه اخلي. د دې ناستې په پیل سره تمه کېږي چې د کابل او اسلامآباد سیاسي فضا د نوي کړکېچ مرحلې ته داخله سي؛ ځکه چې طالبانو تل د بهر مېشتو افغانانو سیاسي فعالیتونو ته حساسیت ښودلی دی.
- د اسلامآباد او کابل ترمنځ کړکېچ
د راپورونو پر بنسټ، اسلامآباد د طالبانو د مخالفانو د یوې ناستې کوربهتوب کوي چې د یوه پاکستاني څېړنیز بنسټ لهخوا تنظیم سوی.

- 68
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151237
- کې خپور شو 1:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 151237
- 10 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151237
- کې خپور شو 1:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 151237
- 10 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 13:05 - 10 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د اندونیزیا له چارواکي سره د طالبانو د سفیر ټینګار پر سولې او ښه ګاونډیتوب باندې
17:37 - 1 عقرب 1404

ملاله یوسفزي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
13:16 - 1 عقرب 1404

کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
12:44 - 1 عقرب 1404

مجاهد: امریکا د اوربند د ټینګښت لپاره له کابل سره اړیکه نیولې
18:22 - 30 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments