پاکستان د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د افغان کډوالو د کمپونو د تړلو امر صادر کړ

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو بېرته ستنولو کې د خپلې تګلارې د یوې برخې په توګه، د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د افغان کډوالو د پنځو کمپونو د تړلو امر کړی دی.
پاکستان د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د افغان کډوالو د کمپونو د تړلو امر صادر کړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د پاکستان فدرالي حکومت اعلان کړی چې د افغان کډوالو بېرته ستنولو، کې د خپلې تګلارې د یوې برخې په توګه، د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د افغان کډوالو پنځه کمپونه تړل کېږي. پاکستاني رسنیو هم د دغه هېواد د حکومت په حواله راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د افغان کډوالو د پنځو کمپونو د تړل کېدو امر صادر سوی دی. دغه اقدام د افغان کډوالو د اجباري ایستلو د بهیر د پراخېدو په دوام کې ترسره کېږي او کولای سي پر زرګونو کډوالو کورنیو فشار نور هم زیات کړي. د راپورونو له مخې، درې کمپونه په چترال کې او یو کمپ په دیر بالا کې موقعیت لري. سرچینو ویلي چې د هریپور په ولسوالۍ کې د پانیان کمپ د هغو له ډلې څخه دی چې نږدې ۴۰ کاله یې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر افغانان ځای پر ځای کړي وو. په همدې حال کې، د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د پنجاب ایالت په میانوالی کې د افغان کډوالو وروستی کمپ هم تړل سوی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x