پاکستان د افغان اتباعو لپاره د ویزې په بهیر کې د بدلون منظوري ورکړې ده

پاکستان د افغان اتباعو لپاره د ویزې په بهیر کې د بدلون منظوري ورکړې ده

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وايي، د حکومت کابینې د افغانانو لپاره د ویزې په بهیر کې د بدلون منظوري ورکړې ده.

د معمار وحدت د خبری آژانس د راپور له مخې؛ نوموړي نن (چهارشنبه، د سرطان ۸مه) په خپل ټوېټر لیکلي چې د دې بدلونونو موخه د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي، ترڅو دواړه هېوادونه له یو بل سره نږدې کړي، له افغانانو سره مرسته وکړي او د منځنۍ اسیا له سیمې څخه سوداګري او پانګونه راجلب کړي.

شریف لیکلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه کړې، چې د ویزې په لا زیاتې پالیسۍ کار وکړي.

د پاکستان د صدراعظم په خبره، د نوي بهیر له مخې به افغان موټر چلوونکي په ۴۸ ساعتو کی د یو کال لپاره څو ځلې ویزې ترلاسه کړي.

د دغه هېواد اتباعو ته د پاکستان د ویزو ورکولو بهیر تل له نیوکو سره مخ شوی دی.

ښاریان وايي، پاکستان د دوی په وېزو سوداګري کوي.

بیشتر بخوانید:  په نورستان کې يو سيمه ييز سندرغاړى او ورور يې ووژل شول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x