د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، محمد صادق، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، د سهشنبې په ورځ په ټولنیزه شبکه «اېکس» کې لیکلي چې د مسکو فارمټ په غونډه کې یې د افغانستان په خاوره کې د ټولو «فعالو ترهګرو ډلو» د له منځه وړلو غوښتنه کړې ده.
هغه په دوام کې زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان د سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت په اړه پر خپل دوامدار تعهد ټینګار کوي، او له ترهګرۍ سره مؤثره مبارزه د سیمهییزو هېوادونو ګډې او همغږې همکارۍ ته اړتیا لري.
د پاکستان ځانګړي استازي همدارنګه ویلي دي چې د سیمې د هېوادونو تر منځ د سیاسي، اقتصادي، د ترهګرۍ ضد او د نشهيي موادو د مبارزې په برخو کې د همکاریو پیاوړتیا د افغانستان د سولې او پایدارې پرمختیا د ترلاسه کولو لپاره حیاتي اهمیت لري.
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه غونډه د سیمې د لسو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره سوه، او د هغې اصلي تمرکز په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت او د سیمهییزو تګلارو په همغږۍ وو.




