د معمار پرس د خبر له مخې؛ په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا د عامه اړیکو مسوول عبدالبصیر وصال دا خبره وکړه چی د کډوالو د قانوني استوګنې د اسنادو د اعتبار موده پای ته رسېدلې وه او د هغوی د دوسیو د بهیر د سستوالي له امله د هغوی د ویزو د اعتبار موده هم پای ته رسېدلې ده. وصال زياته کړه، چې ډېرى دغه کډوالو د کار د ښه والي په موخه پاکستان ته راغلي، خو د دوسيو د سستوالي له امله يې هېڅ پرمختګ نه دى شوى او له همدې امله دغه کډوالو له ډېرو ستونزو سره مخ دي او ډېرې اندېښنې لري. شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو یوه غونډه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دوی د کډوالۍ قضیې ته جدي پاملرنه وکړي.

- 40
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5602
- کې خپور شو 5:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 5602
- 11 اسد 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5602
- کې خپور شو 5:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 5602
- 11 اسد 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments