ټرمپ: له طالبانو سره د بګرام د بېرته نیولو لپاره په خبرو بوخت یو

ډونالډ ټرمپ، یو ځل بیا د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو پر موضوع ټینګار وکړ او ویې ویل چې حکومت یې دا مهال له طالبانو سره په دې اړه خبرې کوي.
ټرمپ: له طالبانو سره د بګرام د بېرته نیولو لپاره په خبرو بوخت یو

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې په یوه تازه خبری ناسته کې یو ځل بیا د بګرام د هوايي اډې د بېرته تر لاسه کولو موضوع راپورته کړه.

ټرمپ وویل چې له طالبانو سره د بګرام د هوايي اډې د بېرته نیولو په اړه خبرې روانې دي. هغه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ هېڅکله باید دا نه وای پرې ایښې.»

ټرمپ د دې اډې د برخلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «وینو چې له بګرام سره څه پېښېږي.» هغه زیاته کړه چې حکومت یې د دې اډې د بېرته نیولو لپاره له طالبانو سره په خبرو بوخت دی.

ټرمپ د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د امریکایي ځواکونو پر وتلو سخته نیوکه وکړه او ویې ویل: «هغه ورځ زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو د شرم ډکه ورځ وه. هېڅ دلیل نه و چې بګرام پرېښودل سي. موږ قصد نه درلود چې بګرام پرېږدو.»

هغه د افغانستان په اړه د خپل سیاست په یادولو کې وویل چې د امریکایي ځواکونو شمېر یې ۵۰۰۰ ته راکم کړی و، خو پرېکړه یې کړې وه چې بګرام وساتي. ده دا اډه د نړۍ له پیاوړو هوايي اډو څخه وبلله.

ټرمپ همدارنګه د بایډن له کړنو په ځانګړي ډول د هغه د پرېکړو له «بې‌درکه لاسلیکولو» او هغه «غیرقانوني عفوه» چې هغو چارواکو ته سوي وه چې د افغانستان د وتلو په پروسه کې ښکېل وو، سخته نیوکه وکړه. هغه وویل: «هغوی هر څه له منځه یووړل او بایډن هغوی ته عفو وکړه، په داسې حال کې چې که دغه عفو نه وای، ډېری به یې اوس په زندان کې وو.»

ټرمپ په دوام کې وویل چې وړاندیز یې کړی وو د بګرام د ساتلو لپاره دې ۱۰ زره د ملي ګارد سرتېري یا امریکایي پوځیان ځای پر ځای سي، خو دا وړاندیز د نانسي پلوسي او د واشنګټن د ښاروال له لوري رد سوی وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x