په افغانستان کې د امنیتي پېښو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د راپور له خپرېدو وروسته طالبانو دغه راپور د افغانستان د واقعیتونو خلاف بللی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوناما د درې میاشتني راپور په غبرګون کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې دا راپور له حقیقته لیرې دی. د امنیت شورا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش درې میاشتنی راپور د طالبانو د چارواکو ترمنځ د ناامنیو او اختلافاتو زیاتوالی ښيي. په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۱۳مې پورې امنیتي پېښې د ۲۰۲۳ کال د ورته وخت په پرتله ۵۵ سلنه زیاتې شوي او ډېری دغه بریدونه د ملي ازادۍ او مقاومت جبهې په واسطه ترسره شوي دي. خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوه غږیز پیغام کې چې په X پاڼه کې خپور شوی ویلي چې ملګرو ملتونو تل هڅه کړې چې د افغانستان وضعیت ناامنه وښيي. هغه زیاتوي چې ملګرو ملتونو ځینې امنیتي پېښې چې د نشه يي توکو قاچاق او تښتونه په کې شامل دي په افغانستان کې د ناامنیو یوه برخه ګڼلې ده. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو راپور ټینګار کوي چې په دې موده کې لږ تر لږه ۲۵۰۵ پېښې ثبت شوي چې ډېری یې د افغانستان په مرکزي، شمال ختیځ، سویل ختیځ او جنوبي سیمو کې شوي دي. شواهد ښیي چې په افغانستان کې امنیتي پیښې مخ په زیاتیدو دي او د طالبانو مخالفان له دې ډلې سره د خبرو د دروازې د تړلو په لیدلو سره مجبور شوي چې د دغې ډلې پرضد پوځي اقدامات زیات کړي. لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو احصایې او ارقامو هم ویلي چې په هیواد کې ناامني د عامه امنیت لپاره لوی ګواښ ګڼل کیږي او د دې ترڅنګ په افغانستان کې ترهګرې ډلې هم په دې ننګونه کې اضافه شوي دي. په ټولیزه توګه د افغانستان حکومت له ډېرو ننګونو سره مخ دی چې د مقابلې لپاره یې پوره ظرفیت نه لري، اوس که د مخالفینو له خوا امنیتي پېښې زیاتې شي، طالبانو ته به دا کار ستونزمن کړي. په اوسنیو حالاتو کې د دې ډلې مخالفان وسله والې مبارزې ته ځانونه چمتو کوي او که په دې لاره کې کافي ملاتړ او همغږي ترلاسه شي، ښايي د افغانستان پر پرمختګونو ځانګړې اغېزه وکړي.

- 76
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9213
- کې خپور شو 4:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 9213
- 3 سرطان 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9213
- کې خپور شو 4:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 9213
- 3 سرطان 1403
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 16:16 - 3 سرطان 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

سید حسن نصرالله؛ د لبنان د نوې هویت جوړونکی او د مقاومت مرکز
13:22 - 6 میزان 1404

د اربعین زیارت معنوي او سیاسي اغیزې د اسلامي امت په تحرک او یووالي باندې
13:53 - 24 اسد 1404

د طالبانو څلورم کلیزه او په نړیوال نظام کې د افغانستان ځای
18:24 - 21 اسد 1404

د پیژندلو دمخه، وړتیا راوړئ!
18:31 - 23 سرطان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments