وروستیو سېلابونو خلکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي

وروستیو سېلابونو خلکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي

د دې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي، د ځاني زیانونو ترڅنګ کروندګر او بڼوالو ته سخت زیان رسېدلی او له دوی سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوې دي.

د دې وزارت په یوې اعلامیه کې زیاته شوې: «په شپږو وروستیو ورځو کې د سېلابونو له امله ۵۷ هېوادوال مړه شوي او څه باندې ۷۲ نور ټپیان دي او همداراز ۲ زره څاروي تلف شوي دي. ۵۰۰ کورونه په بشپړ ډول او ۱۵۰۰ نور یې څه ناڅه خراب شوي دي.»

ښاغلي حقاني وايي: «زموږ ریاستونه خلکو ته لومړنۍ مرستې کړې دي. هغو کسانو ته چې سرپناه نه‌لري خیمې، خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکړل شوي دي. زيانونه ډېر دي، نو زياتو پيسو ته اړتيا لري.»

ورته مهال د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، په وروستیو سیلابونو کې یو زیات شمېر کروندګر تاواني شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي: «د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې چې بارانونه شوي، سیلابونه راغلي، کرنیزې ځمکې او کرنیزې کانالونه یې زیانمن کړي دي. په ځينو ولايتونو کې مېوې لکه انار او انګور او په ځينو ولايتونو کې د شفتالو او مڼو حاصلات خراب شوي دي.»

له دې سره سم، ځينې کروندګر بیا له مرستندویانو غواړي چې په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوی وکړي.

بیشتر بخوانید:  د سراج الدین حقاني او د حقاني شبکې د دوو مشرانو د نیولو لپاره د امریکا د ملیون ډالرو انعام لغوه کول

د وردګو په مرکز کې یوه کروندګر طلوع‌نیوز ته وايي: «سخت بارانونه وورېدل، په بېلابېلو ولسوالیو په ځانګړې توګه په سیداباد ولسوالۍ کې سخت سېلابونه راووتل. دې کار بزګرانو او عامو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي.»

د ننګرهار ولايت يو بل بزګر وايي: «د سختو سيلابونو او توپانونو په پایله کې زموږ يو هېوادوال مړ او يو بل ټپي شو. د دې سیمې خلکو ته یې ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.»

د ویلو ده چې په وروستیو سېلابونو کې څه باندې ۵۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x