د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزارت جمعه، د میزان ۱۱مه اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمېټې امیرخان متقي ته په موقتی ډول د بهرنی سفر معافیت ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸ تحریمونو کمېټې، چې مشري یې پاکستان کوي، د متقي د سفر معافیت د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې تصویب کړی دی. ټاکل سوې ده چې نوموړی د اکتوبر په ۱۰مه په نوې ډهلي کې د هند له بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیم جی شنکر سره وګوري. دا سفر د هند د عملی تګلارې په لړ کې یو مهم ګام بلل سوی دی، څو له کابل سره تعامل وکړي. په تېرو دوو کلونو کې، نوې ډهلي په دوحه او کابل کې له طالبانو سره محتاطانه خبرې کړي دي.
- د کابل ـ نوی ډهلي د اړیکو پراختیا
هند د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بېرته واکمن سوي، د لومړي ځل لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوربهتوب کوي.

- 68
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151510
- کې خپور شو 4:43 ب.ظ
- د خبر شمیره 151510
- 12 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=151510
- کې خپور شو 4:43 ب.ظ
- د خبر شمیره 151510
- 12 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 16:43 - 12 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د اندونیزیا له چارواکي سره د طالبانو د سفیر ټینګار پر سولې او ښه ګاونډیتوب باندې
17:37 - 1 عقرب 1404

ملاله یوسفزي د طالبانو سره تعامل «د افغانستان د ښځو سره خیانت» وبله
13:16 - 1 عقرب 1404

کارن یادو د هند د نوي سفیر په توګه په افغانستان کې وټاکل سو
12:44 - 1 عقرب 1404

مجاهد: امریکا د اوربند د ټینګښت لپاره له کابل سره اړیکه نیولې
18:22 - 30 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments