هند خپله دیپلوماتیکه کچه په کابل کې تر سفارت پورې لوړوي

ایس. جی شنکر، له امیرخان متقي سره په لیدنه کې اعلان کړی چې نوې ډهلي خپله دیپلوماتیکه دنده په کابل کې له «تخنیکي ماموریت» څخه د سفارت تر کچې لوړوي. او په افغانستان کې به د همکارۍ او بشري مرستو شپږ نوې پروژې هم پیل کړي.
هند خپله دیپلوماتیکه کچه په کابل کې تر سفارت پورې لوړوي

ایس. جی شنکر، د هند د بهرنیو چارو وزیر، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې اعلان کړی چې نوې ډهلي خپل دیپلوماتیک حضور په کابل کې له «تخنیکي ماموریت» څخه د سفارت تر کچې لوړوي.

دغه لیدنه په نوې ډهلي کې د امیرخان متقي د لومړي رسمي سفر پر مهال ترسره سوې ده.

جی شنکر د متقي سفر «د اړیکو د پرمختګ یو مهم ګام او د افغانستان او هند دایمي دوستۍ تصدیق» بللی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ګډ تعهد د ودې او پرمختګ لپاره د سرحدي تروریزم له ګواښ سره مخ دی. هغه ټینګار کړی چې هند او طالبان باید خپلې هڅې د تروریزم د ټولو بڼو پر وړاندې همغږي کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د «نوې ډهلي ژوره لېوالتیا د افغانستان د پرمختګ لپاره» یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې د شپږو نوو پروژو د عملي کولو ژمنه کړې ده. د دغو پروژو جزئیات به له خبرو وروسته اعلان سي.

د هغه په وینا، نوې مرستې د ۲۰ امبولانسونو د ډالۍ کولو په ګډون دي چې پنځه به یې د دې سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته په حضوري توګه وسپارل سي.

همدارنګه ټاکل سوې چې د جمعې په ورځ د خوړو یوه محموله افغانستان ته ولېږل سي، او د ام‌ آر‌ آی او سي‌ ټي‌ اسکن وسایل به هم د هېواد روغتونونو ته برابر سي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې نوې ډهلي د طالبانو له حکومت سره د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ لپاره هم چمتو ده.

هغه د خپلو خبرو په یوې برخې کې د افغانستان د کرېکټ د لوبغاړو له پرمختګونو ستاینه کړې او ژمنه یې کړې چې د افغانستان د ملي کرېکټ لوبډلې ملاتړ به پراخ کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x