د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د افغانستان قونسلګرۍ په مشهد کې اعلان کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د دیپلوماتیکو هڅو او تعقیب له پایلو وروسته، هغو افغان مهاجرینو ته چې د سرشمېرنې پاڼه لري او په ایران کې مېشت دي، د حج په مراسمو کې د ګډون زمینه برابره سوې ده. د دې پرېکړې له مخې، د هغو کسانو لپاره چې د حج په قرعهکشي کې بریالي سوي، د وتلو او راستنېدو جواز صادر سوی دی. دا اقدام د قانوني افغان مهاجرینو لپاره یو ارزښتناک فرصت برابروي تر څو وکولای سي په دې معنوي مراسمو کې ګډون وکړي. په مشهد کې د افغانستان د قونسلګرۍ د رسمي اعلامیې له مخې، د حج د قرعهکشي د بریالیو کسانو نوملړونه په درې جلا لېستونو کې په تهران کې د افغانستان د سفارت لخوا د مشهد او زاهدان له قونسلګریو سره او د تهران د مهاجرت او پاسپورټ د پولیسو له ادارې سره شریک سوي. بریالي سوي مهاجرین کولای سي د دوو ۳×۴ انځورونو، د اصلي سرشمېرنې پاڼې یا د تګ راتګ پاڼې (د هغو لپاره چې ترلاسه کړې یې ده) په لرلو سره، د تهران د مهاجرت او پاسپورټ پولیسو ادارې ته چې د ستارخان په سیمه کې ده، مراجعه وکړي.
- د مهاجرینو لپاره د حج د سفر جواز
د افغانستان قونسلګرۍ اعلان وکړ چې د دیپلوماتیکو خبرو اترو له پایلو وروسته، هغه افغان مهاجرین چې په ایران کې مېشت دي او د سرشمېرنې پاڼه لري، کولای سي د حج ته تلو او بېرته راستنېدو جواز ترلاسه کړي.

- 47
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=153608
- کې خپور شو 1:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 153608
- 21 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=153608
- کې خپور شو 1:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 153608
- 21 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 13:22 - 21 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د افغانستان د وګړو لپاره په ایران کې د کاري ویزو د صادرولو پیل
17:05 - 30 میزان 1404



په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د استوګنیزو سیمو د ویجاړولو عملیات پنځمې ورځې ته ورسېدل
13:47 - 28 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments