نبیل: امریکايي بې پیلوټه الوتکو د کابل په ځینو برخو بمباري کړې

نبیل: امریکايي بې پیلوټه الوتکو د کابل په ځینو برخو بمباري کړې
په کابل ښار کې د دوو چاودنو د رامنځته کېدو د خبر تر خپرېدو وروسته د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، چې امریکايي بې پیلوټه الوتکو د کابل ښار په ځینو سیمو بریدونه کړي دي.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوحې د هوکړې پر بنسټ به امریکا له طالبانو سره د داعش پر ضد جګړه کې مرسته کوي.
نبيل د خپلو سرچينو د معلوماتو په حواله ويلي، چې نن سهار د کابل په اسمان کې امريکايي بې پيلوټه الوتکې ليدل شوې دي.
د نبیل په وینا، احتمال شته چې دغو الوتکو د داعش پټنځایونه په نښه کړي وي.
د ملي امنیت پخواني مشر خبرداری ورکړی، چې که طالبان د افغانانو ملاتړ ونه کړي، د دوی حکومت به دوام و نه کړي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان به د مذهبي سخت دریځو لپاره په امن ځای بدل شي.
د يادونې وړ ده، چې نن سهار د کابل په وزير اکبرخان او شيرپور سيمو دوه راکټونه لګېدلي دي. تر اوسه د دغه برید په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.
بیشتر بخوانید:  د اسلام‌قلعه په پوله کې د طالبانو د دفاع وزارت او ایراني چارواکو ترمنځ غونډه او بحث
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x