ناټو خبرداری ورکوي: د روسیې سره د چین، هند او برازیل سوداګري کولی شي سخت بندیزونه ولګوي

د ناټو عمومي منشي مارک روټ چین، هند او برازیل ته ګواښ کړی چې که له روسیې سره سوداګري ته دوام ورکړي نو ۱۰۰٪ ثانوي بندیزونه به پرې ولګوي.
هشدار ناتو: تجارت چین، هند، و برزیل با روسیه تحریم‌های سنگین در پی دارد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) عمومي منشي مارک روټ په کانګرس کې د امریکا د سناتورانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې چین، هند او برازیل ته خبرداری ورکړ چې که له روسیې سره سوداګري ته دوام ورکړي نو له درنو ثانوي بندیزونو سره به مخ شي.

هغه د دریو هیوادونو له مشرانو وغوښتل چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره اړیکه ونیسي او له هغه څخه وغواړي چې د اوکراین سره د سولې خبرې جدي ونیسي.

دا خبرداری یوه ورځ وروسته له هغه راغی چې روټ په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x