ملګري ملتونو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالی کمیسارۍ د طالبانو له لوري د ښځینه کارکوونکو دفترونو ته پر تګ راتګ بندیز تبعیضي بللی او د محدودیتونو د ختمېدو غوښتنه یې کړې ده.
ملګري ملتونو د ښځو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه وکړه

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالی کمیسارۍ په تازه څرګندونو کې د طالبانو پر نوو محدودیتونو کلکه نیوکه کړی ده او ددې نهاد د ښځینه کارکوونکو دفترونو ته د ورتګ منع کول یې «تبعیضي» او د نړیوالو قوانینو خلاف بللي دي. جرمي لارنس، د دې کمیسارۍ ویاند، په خپل وروستي خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې دغه کړنې افغان ښځې او انجونې له ټولنیزې ونډې بې برخې کوي او په عملي ډول یې په کورونو کې بندیانوي. هغه په ټینګه وویل: «موږ د دغو محدودیتونو د سمدستي ختمېدو غوښتونکي یو.» لارنس زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو استازي په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره په لوړه کچه خبرې کوي څو د دې پرېکړې پر وړاندې خپل اعتراض څرګند کړي او د بشري خدمتونو او مهمو مرستو د دوام زمینه برابره کړي. همدارنګه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمیسارۍ خبر ورکړی چې د ښځو پر فعالیت د بندیز له امله په ټوله افغانستان کې د نغدي مرستو مرکزونه په موقتي ډول تړل سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x