ملګري ملتونه: د افغانستان د انجونو یو نسل له پامه نه سي غورځېدای

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې د انجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان انجونو یو بشپړ نسل له یاده ونه باسي او باید ترې ملاتړ وکړي.
ملګري ملتونه: د افغانستان د انجونو یو نسل له پامه نه سي غورځېدای

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د انجونو د نړیوالې ورځې (د اکتوبر ۱۱مه / د میزان ۱۹مه) په مناسبت په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان انجونې، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دي، هېرې نه کړي.

سوسن فرګوسن، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، په خپل پیغام کې ویلي: «موږ باید په افغانستان کې د انجونو یو بشپړ نسل ته شا نه کړو. راځئ د انجونو په دې ورځ دوی ته وښیو چې نړۍ لا هم د دوی غږ اوري او د دوی تر شا ولاړه ده.»

هغې اوسني سخت وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه: «افغانستان نن د انجونو لپاره له ستونزمنو ځایونو څخه یو دی، خو د ټولو محدودیتونو سره سره، د افغانستان انجونې لا هم سترې هیلې او پیاوړې ارادې لري.» فرګوسن ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید له افغان انجونو سره د همبستګۍ دوامدار ملاتړ وکړي او د هغوی په وړتیاوو او ځواک پانګونه وکړي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم په افغانستان کې د میلیونونو انجونو د زده کړو او کار له حق څخه د محرومېدو په اړه څو ځلې اندېښنه څرګنده کړې وه. د یونسکو د راپور له مخې، له ۱.۴ میلیونو څخه زیاتې انجونې د شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې دي، او طالبانو آن د ښځو لپاره د طب زده‌کړې هم منع کړې دي.

دغه نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دوامدار ملاتړ له لارې د افغانستان د ښځو او انجونو د حقونو دفاع وکړي. فرګوسن په خپل پیغام کې د افغان انجونو د پیاوړتیا لپاره د بیړنیو اقداماتو، زده‌کړې او برابرو فرصتونو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د دې نسل له پامه غورځول به د افغانستان د راتلونکې لپاره نه جبرانېدونکي زیانونه ولري.

د ملګرو ملتونو پیغام د انجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، چې د انجونو د حقونو د پوهاوي او د هغوی د ستونزو د روښانولو لپاره نومول سوې، یو ځل بیا د نړۍ پام د افغانستان د انجونو بحراني وضعیت ته راواړاوه او د ملاتړ لپاره یې پر عملي اقداماتو ټینګار وکړ.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
امتیاز
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x