د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله د ویجاړ سوو کورونو پر هر څومره ژر بیا رغونې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا ځل باید په داسې بڼه جوړ سي چې د پایښت او د زلزلې پر وړاندې د لا مقاومت وړتیا ولري. دغه دفتر (یکشنبه، د میزان ۶مه) په ایکس کې لیکلي چې خلکو هر څه، کورونه، معاش او ډېرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام څرګنده کړه: «بیا رغونه باید همدا اوس پیل سي. موږ باید د زلزلې پر وړاندې له پخوا څخه په لا پایداره او لا مقاومت لرونکي ډول، غوره جوړونه وکړو.» استفاني لوز، په افغانستان کې د دې پروګرام مشر، د کونړ ولایت څخه لیدنه کړې چې له زلزلې تر ټولو زیات زیانمن سوی او له زیانمنو کورنیو سره د ملاتړ لپاره یې د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده. نږدې یوه میاشت وړاندې د افغانستان په ختیځ کې یوه زوروره زلزله رامنځته سوه، چې له امله یې له ۲۰۰۰ ډیرو خلکو ژوند دلاسه ورکړ او له ۳۰۰۰ ډیر ټپیان سول. همدارنګه په دې زلزله کې ۵۹۵۰ کورونه ویجاړ سوي او ۱۱۹۵ نور کورونه زیانمن سوي دي.
- په زلزله کې د ویجاړ سوو کورونو بیا رغونه
ملګرو ملتونو د افغانستان په ختیځو سیمو کې د زلزلې له امله د ویجاړ سوو کورونو د سمدستي بیا رغونې پر پیل ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې دا کورونه باید د زلزلې پر وړاندې په مقاومت لرونکي ډول جوړ سي.

- 62
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150806
- کې خپور شو 12:52 ق.ظ
- د خبر شمیره 150806
- 7 میزان 1404
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=150806
- کې خپور شو 12:52 ق.ظ
- د خبر شمیره 150806
- 7 میزان 1404
- آخرین بروزرسانی 12:52 - 7 میزان 1404
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د خدمتونو بیا پیل؛ طالبانو په شپږو میاشتو کې له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه صادر کړي دي
13:37 - 30 میزان 1404

د افغانستان د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د همکارۍ د هوکړهلیک لاسلیک
16:59 - 29 میزان 1404


د خوړو نړيوال پروګرام: د لوږې بحران په افغانستان کې ورځ تر بلې سختېږي
15:14 - 29 میزان 1404
0
0
votes
امتیاز
Subscribe
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments